افغانستان

طالبان د دوی د تلفاتو په اړه د حکومتي لوري دعوه بې بنسټه بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): طالبان په خپره کړې خبر پاڼه کې وايي چې د دولت له لوري د دوی د کلنیو تلفاتو اړوند دعوه، هیڅ حقیقت نه لري.

طالبان وايي چې دولت د تېر ۲۰۱۴م کال په اوږدو کې د دوی د تلفاتو لیست له هغو لستونو څخه برابر کړی، چې هره ورځ د کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت له لوري خپروي، چې په خبره يې دا هیڅ حقیقت نه لري او دوی يې په کلکه ردوي.

دولتي سرچینو ویلي دي، چې په تېر میلادي کال کې اته زره طالبان وژل شوي او درې زره نور ټپیان شوي دي، خو طالبان وايي چې دا دعوه هیڅ بنسټ نه لري او د خبرپاڼې له مخې تېر کال طالبانو ته د تلفاتو له اړخه یو ښه کال و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو په تېر کال کې پراخ بریدونه ترسره کړل، ډېرې سیمې يې ونیولې او په مقابل کې بهرني عسکر د وتو په حال کې و، ځکه خو د دوی تلفات کم دي، خبر پاڼه کاږي: «تير کال د پخوانيو ټولو کلونو په نسبت مجاهدینو ته د تلفاتو په لحاظ بهتره کال وو، سره له دې چې تیر کال مجاهدینو د هيواد په مختلفو سیمو کې ګڼې سيمې له دښمن څخه تصفیه کړې، لوی عملیات يې ترسره کړل، ډيری ځایونه يې ونیول او دښمن يې سخت وځاپه، بیاهم د مجاهدینو تلفات ډير کم وو، ځکه بهرني يرغلګر دښمن د تيښتي په حال کې وو او د مجاهدینو د په نښه کیدو فرصت يي نه درلود، همداراز کورني دښمن هم د دې وړتيا او ځواک نه درلود چې د مجاهدينو په وړاندې ودريږي او تلفات واړوي.»

طالبان وايي چې دا ډول دروغجنې دعوې، نه د عسکرو روحیه قوي کولای شي او نه هم د طالبانو په روحیه بده اغېزه کولای شي: «موږ په دې باور يو چې د دروغجنو معلوماتو په خپرولو سره ځکه دښمن ګټه نشي کولای چې يو خو د دښمن عسکر، پولیس او نور کسان پخپله خپل تلفات د سر په سترګو ويني او داخبره ورته ښکاره ده چې دوی به هم یوه ورځ د نورو وژل شوو عسکرو په شان د مجاهدینو له ګوزار او دملت له قهر سره مخ کيږي.

بل پلو داسې خبرې د مجاهدینو په روحياتو ځکه کوم منفي اغيز نشي کولای چې هغوی شهادت دخپل ځان لپاره تر ټولو لوړ ارمان بولي.»

دولت په داسې حال کې د طالبانو د ډېرو تلفاتو دعوه کوي، چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې دولتي سرچینو ۲۰۱۴م کال د افغان عسکرو لپاره خونړی وباله او شاوخوا د پنځه زره تنو عسکرو د وژل کېدو خبر يې ورکړ.

پردې سربېره د «ای کژولټيز» په نامه برېښناپاڼه وايي چې په افغانستان کې د ناټو په دیارلس کاله جګړه کې درې دېرش زره څلورسوه پنځه اتیا بهرنیو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د هېواد د کره سرچینو او نړیوالو رسینو له د راپورونو له مخې په تېرو دیارلسو کلونو کې د ناټو د پوځي همکاري سره ـ سره شل زره پنځه سوه پنځلس تنه افغان عسکر وژل شوي دي، چې تر ټولو خونړی کال يې ۲۱۰۴م کال بلل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x