افغانستان

طالبانو د سنګین پېښه غندلې او جزییات یې خپاره کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې بېګا شپه د واده پر مراسمو د دولتي عسکرو لخوا د هاوان په ډزو کې لږ تر لږه ۳۰ ولسي وګړي شهیدان شوي او تر ۶۲ زیات ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او ویلي يې دي چې د واده پر مراسمو د دولتی عسکرو برید او د ملکي وګړي د وژنې بدل به اخلي.

احمدي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره چې یو کاپي یې نن ټکی اسیا ته را رسیدلې، له ازادو خبریالانو غوښتنه کړې چې د حقیقت د معلومولو لپاره دې پېښه له نېږدې وګوري.

« ددې خبر د لا سپیناوي په موخه موږ بې طرفه خبریالانو ته زمینه برابرولای شو چي راشي او دا پیښه له نیژ دي وګوري».

قاري یوسف له قوله د دولتي عسکرو لخوا د ۲۰۱۴ز کال په وروستۍ شپه د سنګین ولسوالۍ د ساروان کلا په باینزو سیمه کې د مخمد اکان پر کور د څو طرفونو څخه د هاوان مرمیو ډزې وشوې.

طالب ویاند وايي چې بېګا شپه د محمد اکا په کور کې د نوموړي د زوی واده و او د هاوان په برید کې ۸ ښځې او ۱۲ ماشومان شهیدان او تر ۶۲ زیات ژوبل شول.

هغه وايي چې اوسمهال لا هم زیات شمېر کسان تر خاورو لاندې دي او ښايي مرګ – ژوبلې شمېره نوره هم زیاته شي.

احمدي د جولايي د میاشتې د ۱۳مې هغه پېښې ته هم اشاره کړې چې بهرنیو ځواکونو په بمبار کې ۸ ملکي وګړي شهیدان شول او ۴ نور ژوبل شول.

د یادونې وړ ده چې د هلمند د ولایتي شورا غړي بي بي سي سره په مرکه کې ددغې پېښې په تړاو ویلي چې بريد دولتي عسکرو کړی او د طالبانو له خوا د وژل کېدو غچ يې له ملکي خلکو واخسیت.

نوموړي زیاته کړې چې له دې پيښې یوه ورځ وړاندې د اردو ۸ تنه عسکر ووژل شول، چې په غچ کې يې پرون شپه له څلورو پوستو څخه د واده پر مراسمو د هاوان (راکټ) مرمۍ وتوغول شوې، او ګڼو خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د هلمند ولایت د ۲۱۵میوند قول اردو مرستیال ویلي چې لومړني معلومات ښيي چې هاوانونه د ملي اردو لخوا توغول شوي.

ځايي خلک وايي چې د هلمند په پېښه کې یواځې د یوې کورنۍ ۱۵ وګړي شهیدان شوي دي.

تر دې وړاندې هم ملي اردو د ولسي وګړو پر کورونو هاوانونه توغولي چې په وروستي ځل په کې د یوه کور ۴ ښځې او یو سړی شهیدان شول.

د سیاسي چارو کارپوه نظرمحمد مطمئن د هلمند د پېښې په اړه وايي چې «د ړندو مرميو د لګېدو يو لامل د هېواد سويل په ځانګړې توګه هلمند کې د هغو امنيتي عسکرو قصدي عمل دی، چې د سيمې خلکو سره قومي او ژبنی تعصب لري او په لوی لاس پر ولسي خلکو بريدونه کوي او عامو خلکو ته هم د طالبانو په سترګه ګوري.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهدفولاد

اخ هلمنده!

ابن شهید ين

الله اكبر …ياربه مونك كوم طرف ته لار شو .دكابل حكومت هم وايي مونك نده كري
طا لبان هم وايي مونك نده كري..
جا كري جن راغلي دي وطن ته ..
يا الله موك خو ته ويني.
كه هر جا كري وي او هر سوك يي كوي مونك وزني مونك زخمي كوي .او بيا زان مونكر ه وي .
نو رب يي ويني دقيا مت حساب حتما شته …
رب ته يي ويني توي كري كه هر جا كري وي ..

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x