نظــر

نړيوال نظام بايد وژغورو

کوفي عنان- د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي

ژباړن: احمد الله احمدزی

د ۲۰۱۴ په پای او نوي ۲۰۱۵ کال په پيل کې د ملګرو ملتونو او نړيوال بشري قوانين له سختو ګواښونو سره مخ دي.
د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې شخصي ازادۍ، بشري حقونه او ديموکراسي له ګواښونو سره مخ ده او حتی په هغو هېوادونو کې، چې ځانونه د ديموکراسي اصل او مور بولي.

نړيواله ټولنه په څرګنده توګه سره وېشل شوې ده او له همدې امله له تېرو څو کالو په نړيواله کچه هيڅ پرمختګ نه دی شوی او دا ستونزې د عراق، سوريې او اوکراين له کړکيچونو وروسته نورې هم زياتې شوې، چې پر نړيوال تجارت او سوداګرۍ يې هم ژورې اغېزې کړي دي.

رښتيا خبره دا ده، چې درې مهم لاملونه، چې ۲۰۱۵ کال به هم روان وي او دغه لاملونه د يو لړ انديښنو راپاروونکي دي.

اول: کيدای شي چې نړيوال توب «globalization» يو شمېر ګټې هم ولري، مګر د ټولنې هغه وړتياوې یې وخوړلې، چې له مخې یې ټولنې خپل هدف او موخې ته د يو سالمې کړنلارې له لاري ځانونه رسوي.

د نړيوالتوب په زمانه کې يو شمېر مهمې ستونزې دي، چې تر ټولو لومړۍ يې ماليې نه ورکول، د جرمونو منظمې ډلې، د ټيکنالوژي معلوماتو نشتوالی، تروريزم، د چاپېريال ستونزې، نړيواله کډوالي او د قانوني او ناقانونه پيسو زياتوالی او داسې نور ډېر څه د نړيوالتوب له ستونزو څخه دي او د واک لرونکي هېوادونه دومره توان نه لري، چې دغه ستونزې له منځه يوسي.

دوهم: د افغانستان او عراق نظامي يرغلونو د نړۍ د يووالي پر وړاندې ستر خنډ دی او ګرده نړۍ يې پر يو بل بې باوره کړې، تر دې، چې ستر او قوي هېوادونه خپلې بوديجې کموي او پرمخ تلونکي هېوادونه د نويو مسؤوليتونو له منلو انکار کوي.

۲۰۱۴ م کال کې افريقا او ګڼو نورو هېوادونو کې د نړيوالې جنايي محکمې د فعاليتونو په اړه ګواښونه او ستونزې راپورته شوې، چې د بنسټ لومړۍ موخه يې د هېوادونو د مشرانو د مطلق العناني او خپل سرۍ مخنيوی و او بايد د هېوادونو واکمنان د نړيوالې جنايي محکمې پر وړاندې مسؤول وي، خو د تېر کال راهيسې د نوموړې محکمې فعاليتونه مخ پر کمزوري کېدو دي.
او وروستۍ خبره دا ده، چې موږ د نړيوال نظام د مؤسسو اساسي رغوونو کې پاتې راغلي يو.

د امنيت شورا، نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق اوس هم د لويديځو مرستندويو هېوادونو تر کنټرول لاندې دی او دغو هېوادونو کې ډېر شمېر اقليتونه ژوند کوي او اقصادي ودې يې هم مخ پر ځوړ دي.
او د ناکامۍ اصلي لامل يې د چين، سويلي افريقا، برازيل او يو شمېر نورو هېوادونو پرمختګ او اقصادي وده ده. د دغو هېوادونو د پرمختګ له امله نړيوال نظام له يو شمېر ګواښونو سره مخ دی او په ځانګړې توګه هغه هېوادونه، چې فکر کوي، نړيواله ټولنه د دوی مناسب ځای نه پېژني او چې څنګه په کار ده، هغسې اعتراف نه پرې کوي.

د دې نړيوال نظام ستونزې، چې هر څومره وي او هر لامل وي، خو يوه خبره بايد پام کې ونيسو، چې د نړۍ په تاريخ کې په وسله والو نښتو کې مرګ ژوبله د پخوا په پرتله کمه شوې او دا خبره کېدای شي، چې د ورځپاڼو په مهمو خبرونو کې هم را نه شي، مګر نړيوال نظام په خپله هڅه کوي، چې د نړۍ هر ډول ستونزې په سوله ييزه توګه حل و فصل کړي.
د ايبولا په څېر د مزمنو افتونو مخنيوی د نړيوال نظام په مرسته کېدای شي او يوازې والی او افراطي قومي فکر نړۍ نوره هم د تنهايۍ پر لور ټېل وهي.

د نوي ۲۰۱۵م کال په پيل او راتلونکي وخت کې بايد موږ ټول پر دې خبره سر خلاص کړو، چې نړۍ زړه ورو مشرانو ته اړتيا لري، چې د خپل ژور او قوي فکر په مرسته نړۍ سم لوري ته سوق کړي. نړۍ کې د زور او قوت مرکزونه تغيير کوي وخت پر وخت بدليږي را بدليږي او د ټولو خير په دې کې دی، چې ټول بشريت لپاره يو عادلانه نظام قايم کړو، چې د هر هېواد ځمکنۍ بشپړتيا او ازادي ته درناوی وشي او د هر چا د فردي ازادي حقونه ورکړای شي.

د نړۍ زبرځواک هېوادونه بايد پر دې پوه شي، چې دوی هم بايد نړيوالو اصولو او قانون ته درناوی وکړي او دا کار د دوی په ګټه هم دی او نورو هېوادونو ته د مرستې لاس ورکړي.

ما مخکې هم ټينګار کړی او اوس هم وايم، چې امنيت شورا بايد يوازې تر پنځو هېوادونو محدود نه وي او پرمخ تلونکي هېوادونه هم بايد امنيت شورا کې د دايمي عضويت حق ولري او همدا رنګه نړيوال بانک او د پیسو نړيوال صندق کې هم د رايې ورکولو مساوي حق ولري.

په مقابل کې بايد نوي پرمختللي هېوادونه د ماضي ظلمونه هېر کړي او د نوي نظام د ژغورلو لپاره هڅې وکړي او د نړۍ راتلونکی روښانه کړي.

موږ ډېر وخت د ملګرو ملتونو د کمزوريو په اړه نيوکې او نقدونه ګورو او موږ بيا ډېر کم وخت د ملګرو ملتونو برياوې شمارو.

د دې پر ځای، چې له نړيوال نظامه ځانونه وباسو، موږ ټول بايد يو موټی شو او نړۍ ته د ورپېښو شوو ستونزو او چيلينجونو مخه ونيسو او د نړۍ خوار او بې وزله ولسونه له تيارو او ستونزو د رڼا او پرمختګ پر لور سوق کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x