افغانستان

د کابل بانک په بحران کې د لاس لرلو په تور د درېيو بهرنيانو په ګډون ٧ کسه ونيول شول

Afghanistan-Bankجبارخېل

د کابل بانک په اړه د سلګونه مليون ډالرو د تاوان راپورونه خپاره شول، د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري رسنيو ته وويل، چې ياد کسان نن شاوخوا ٢ بجې د ملي امنيت موظفينو نيولي او لويې څارنوالۍ ته يې سپارلي دي.

دکابل بانک په ٧ نيول شويو کارکوونکوڅخه درې تنه د هندوستان تابعيت لرونكي وګړي دي.

په دې اړه د اداري فساد سره د مبارزې د ادارې راپور څارنوالۍ ته ورسېد.

نظري وويل، کېداى شي، چې د ورځې تر وروستيو د کابل بانک په موضوع پورې تړلي څو تنه نور هم ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنيت موظفينو دوې ورځې مخکې د لويې څارنوالۍ په امر د کابل بانک دوه ستر سهم لرونکي او پخواني مشران (شېرخان فرنود او خليل الله فروزي) نيولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x