افغانستان

هلمند ـ د زوم ورور: یواځې زموږ د کورنۍ پنځلس تنه شهیدان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه ناوخته د هلمند په سنګین ولسوالي کې د واده په مراسمو په راکټي بریدونو کې څلوېښتنه شهیدان او نږدې سل تنه نور ټپیان شوي دي.

په یاد برید کې ناوې او زوم دواړه ټپیان شوي دي، چې دم ګړۍ د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په همدې روغتون کې د زوم ورور ملک رسنیو ته ويلي چې یواځې د دوی د کورنۍ پنځلس تنه شهیدان شوي دي، هغه په غریو وویل: « زما اولادونه، خاله ګانې، ټول دوستان….»

د ملک په خبره ناوې او زوم دواړه په همدې روغتون کې بستر دي، خو د دوی کورنۍ له پنځلسو تنو یو هم ژوند نه دی پاتې.

د شهیدانو او ټپیانو خپلوانو همدا شېبه په مرکز لښکرګاه کې لاریون روان کړی دی او په کرزي لوبغالي کې د مرکزي روغتون مخ ته راټول شوي دي.

په یاده اعتراضیه ناسته کې همدا شېبه د سیمي دیني عالم ملامحمد قاسم خبرې کوي او له رسنیو غواړي چې د شهیدانو او ټپیانو ورکړل شوي شمېرې وروستۍ ونه ګني، بلکې لا هم خلک بوخت دي چې تر خاورو لاندې جسدونه را وباسي.

په هلمند کې د پولیسو مرستیال قومندان ګل پاچا بختیار وايي چې دغه راکټونه د اردو له شاوخوا څلورو پوستونه توغول شوي دي، په همدې وخت کې د یاد روغتون مخې ته د ۲۱۵ تندر قول اردو مرستیال جنرال محمود هم ومنله چې دغه راکټونه د ملي اردو د عسکرو له لوري په واده توغول شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې سر له ننه د افغان عسکرو امنیتي مسوولیت پیل شو او بهرني همکاران به يې قاطع ملاتړي وي.

دغه برید د سنګین ولسوالي په ریګي کلي کې شوی دی، د کلي د خلکو په وینا عسکرو ته دوی ټول طالبان برېښي، تل يې وهي، ځوروي او په بېلابېلو نومونو زنداني کوي، ځکه خو بازار ته هم ډاډه نشي تللای.

د چارو شنونکی نظر محمد مطئن وايي، چې عسکرو دغه ډول په عامو خلکو بریدونه له بهرنیانو نه زده کړي دي:«پخوا هم دغه ډول ورته راپورونه ورکول شوې، د کندهار- کابل پر لویه لار چې به کله په امنيتې کسانو د وسلوالو له خوا ډزې وشوې، امنيتې کسانو به د سړک سره نږدې د کوچیانو کیږدۍ او يا نورو کلیو ته د خپلو ټوپکو شپيلۍ سمې کړي، او ړندي ډزې به يې پري شروع کړي.

دا ډول د اربکیانو په اړه خو هیڅ سوال نه پيداکيږي، چې په کوم کلي او له کومې خوا نه پرې ډزې وشي، بیا نو پرته له توپيره هغه سېمه تر برید لاندي نیسي، همدغه کار بهرنیانو هم کړی دی، او افغان امنيتې کسانو له بهرنیانو څخه زده کړه کړي.»

یاده دې وي تر دې څو ورځې وړاندې په یاده سیمه کې د ملي اردو اته تنه عسکر ووژل شول، چې ښايي عسکرو يې غچ له ولسي وګړو نه په واده کې اخیستی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x