
فاریاب: د جمعیت او جنبش د جګړه مارو خپلمنځي نښته کې ۷ کسان وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي۱۱مه ۱۳۹۳ل): فاریاب کې د اسلامي جمعیت او ملي اسلامي جنبش د ډلو پخوانیو قومندانانو تر منځ سخته جګړه شوې.
سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه جګړه کې چې بېګا شپه د قومندان غفور او قومندان دادي د پلویانو تر منځ شوې، لږ تر لږه ۴ وسلهوال او ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د بلچراغ ولسوال میرویس سیدزوی ویلي چې په وژل شوو کې ۳ تنه د قومندان غفور ملګري او یو هم د قومندان دادي ملګری دی.
سیدزوی له قوله چې د دواړو لورو تر منځ جګړه کې پر یوه کور د راکټ لګېدو له امله ۳ ملکي وګړي چې د قومندان غفور قومیان وو، وژل شوي دي.
د بلچراغ ولسوال زیاته کړې چې غفور د جنبش (دوستم ګوند) او دادي د جمعیت (رباني ګوند) اړوند قومندانان دي.
بل پلو په فاریاب کې د دوستم د ګوند یو تن مسوول رحمت الله ترکستانی ادعا کوي چې دغه نښته د جنبش د ملاتړو او طالبانو تر منځ شوې.
نوموړی چې د فاریاب ولایتي شورا غړی هم دی، زیاته کړې چې دوې ورځې وړاندې ۲۰۰ طالبان د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم پر وړاندې د سولې د بهیر سره یوځای شول. نوموړی وايي چې قومندان غفور له دغو کسانو سره یو ځای بلچراغ ته تللی و چې د طالبانو په کمین کې پریوت.
په جوزجان کې د سولې له بهیر سره د ۲۰۰ کسانو یو ځای کيدلو په اړه یو شمېر کارپوهانو او عیني شاهدانو ویل چې تسلیم شوي کسان د دوستم ساتونکي دي او طالبان نه دي.
ترکستاني ادعا کړې چې د سولې له بهیر سره د دغو ۲۰۰ کسانو تسلیمیدل طالبان «عقدمن کړي او دغه برید یې کړی دی».
په عین حال کې قاري یوسف احمدي د رحمت الله ترکستاني څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې د جمعیت او جنبش دغه خپلمنځي جګړه کې ۷ تنه د جنبش د ډلې او ۱ یو تن د جمعیت له ډلې څخه وژل شوي دي.

احمدي زیاته کړې چې د جګړې له امله ۲ تنه ماشومان او یوه ښځه ټپيان شوي او د جنبش ګوند ۶ تنه د جمعیت ډلې ژوندي نیولي دي.
د یادونې وړ ده چې بېګا شپه /مرغومي ۱۰مه/ کابل ښار په ۱۵مه حوزه کې د جمعیت د پخوانیو قومندانانو جنرال دین محمد جرئت زامنو او حاجي رحیم د کسانو تر منځ نښته شوې چې له امله یې ۱ کس وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.
وژل شوی کس د پنجشیریانو د سرتاسري شورا رییس او د جمعیت پخواني قومندان جنرال دین محمد جرئت زوی دی. همدا راز په نښته کې د جرئت یو زوی او حاجي رحیم [د پخواني قومندان احمدشاه مسعود سکرتر]، یو وسلهوال ټپي شوی دی.
اي لويه ربه! ته خو يې په خپل منځي جګړو مشغول کړې. یا ربه! ته ظالمان په ظالمانو ووهې. او مسلمانان ترې وساتې.