افغانستان

د روزګان په مرکز ترین کوټ کې د ملالۍ په نامه د انجونو لیسه جوړه شوه

malaly_school_uruzganنن ټکی اسیا: د روزګان ولایت په مرکز ترین کوټ کې د ملالی په نامه لیسه جوړه او ګټي اخیستني لپاره د پوهني ریاست ته وسپارل شول.

دغه لیسه چي د انجونو لپاره جوړه شوې، د اسټرالیا هیواد په مالي مرسته جوړه شوې.

د لیسې ودانی نن د روزګان ولایت د والي محمد عمر شیرزاد او نورو چارواکو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شول.

د روزګان ولایت د پوهني د ریاست مرستیال چي په غونډه کې ګډون کړی وو، وویل چي دغه دوه پوړه ودانۍ په څلور جریبه ځمکه کې جوړه شوې، چي ۳۴ درسي خوني، ۲۴ تشنابونه، جمنازیم، او ۱۲۰ د کالو خوندي کولو الماری لري.

د نومړي په وینا پر دې ودانۍ ۱۵ لکه امریکايي ډالره لګښت راغلی، چي ټوله يې د اسټرالیا د هیواد له خوا د مرستي په شکل ورکړه شوی دی.

هغه د خپل وینا په ترڅ کې د اروزګان پر خلکو ږغ کړی چي خپلي انجوني دغه لیسې ته د تعلیم لپاره ولیږي، او تعلیم پرې وکړي.

د اورزګان والي هم د استرالیا هیواد څخه په خپله وینا کي مننه کړي، او د ودانۍ جوړښت يې ډیر ستایلی، او زیاته کړې، چي ددې لیسې په جوړولو سره اسټرالیا دا ثابته کړه چي خپل د مرستو پر ژمنه ټینګ ولاړ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x