د لښکرګاه په روغتون کې ډاکټران او د ټپيانو خپلوان

پر هلمند باندی نن بیا قیامت خپور شوی

لیکوال: بخت الرحمن بخت

مور شوه بوره زوی یتیم شو

زوم دناوی څنګ کی وینو کی لامبلی

ای غنی څومره غنی یی بی رحمی کی

نور دی ظلم کی خپل ځان دي شرمولی

زما باتوره قوم دی بیا په غم اخته کړ

دسنګین زړه کی دی سور خنجر وهلی

د زلمو په جنازو دی بسا نه شوه

نازولی زوی دی مور غیږ کی ویشتلی

تاریخ ټوله شرمنده او رسوا کړی

چا چی دروند اولس په سپک نظر کتلی

مفکر لقب دی هسی ډرامه وه

نور می ستا کفر کی شک نه دی لیدلی

هسی پڅ او بی اثره راته ښکاري

نه پوهیږم چی کفارو درکي څه جوهر لیدلی

افغانان ازار لری لږ څه اګاه شه

د نجیب انجام دی سر سترګو لیدلی

لوی الله نه یی سرنګون غواړم عالمه

چا چی زما هلمند په وینو کی لړلی

بخته بس کړه نور له خپل بخته ژړیږه

دعمر کلی ته پک غنی راغلی

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د