ادبي لیکني

واده او خنداگانې

لیکوال: ريښتین خوږیاڼی

وړې ملالۍ ته یې مور په نکریزو سره کړي لاسونه ور ومینځل، نوي خالدار کالي یې ور واغوستل او په مخ یې ښکل کړه:

– لورې د سپین گل ماما په واده کې دې گوره صباوون له ځان سره یوځای گرځوه، درنه ورک نشي.

ملالۍ منډه کړه، خپل وړوکی سور ټيکری یې په سر کړ او بېرته د مور څنگ ته ودریده:

– نو صباوون ته ووایه کنه چې په واده کې له ما لرې لرې نه گرځي، وړوکی دی څوک به یې ووهي.

مور یې بیا په مخ ښکل کړه:

– ته کینه ویښتان درته گومنځ کړم بیا دې ټيکری په سر کړه.

مور یې ملالۍ ته ویښتان ور گومنځ کړل، کمکي صباوون ته یې هم نوې جامې ور واغوستې او ماسپخین ناوخته له خپلې خواښې سره واده ته روان شول.

*****
دباندې په دیره کې سړیو او هلکانو میلمنو ته د ماښام ډوډۍ ورکوله او دننه په کور کې نجونې له ناوې را ټولې وې. چا به په ناوې ټوکې کولې او چا به د واده په خوښیو کې ټوکو ته په کټ کټ خندل. د شوخو نجونو په شور کې د ناوې پر شونډو نرۍ مسکا د نجونو د ټوکو هرکلی کاوه. پر ناوې د سپین گل خویندې ورټولې وې او د سپین گل مور د کلي د ښځو د راتگ هر کلی کاوه.

ملالۍ له صباوون سره یوځای له انگړه په منډه دننه کوټې ته د مور څنگ ته ورغله:

– مورې زه او صباوون د ماما ناوې گورو.

مور یې ورته وموسکل، دواړه بچي یې په مخ ښکل کړل او لاسنیولي یې د ناوې څنگ ته وروستل. ملالۍ د ناوې مخې ته کیناسته:

– مورې زه یې گورم چې د سپین گل ماما ناوې ښایسته ده او که نه.

یوې زورورې برېښنا د کوټې چت څیرې کړ، یو زورور درز شو او سپینې لوخړې له کوټې پورته شوې؛ ورپسې دباندې په انگړ کې هم د برېښنا له رڼا سره یو ځای زورور غږونه واوریدل شول او هلته لرې د غونډۍ په سر د ملي اردو په قرارگاه کې د کړسنده خنداگانو اوازونه پورته شول.

*****

ټوله شپه د کلي خلکو د نړیدلو دیوالونو او کوټو خاورې په بیلچو لرې کولې او سهار هر چا په مړو کې د خپل کور ښځې او ماشومان لټول. د ملالۍ پلار د ناوې له کوټې د خپلې کمکۍ لور او زوی په وینو لژند جسدونه خپلې غېږې ته ور پورته کړل؛ اوس یې د بچیو په نکریزو د سرو لاسونو ترڅنگ ټول بدن سرو وینو رنگ کړی و.

د لمر له څرک سره هره خوا جنازې په اوږو روانې وې؛ په یو موټر کې د ملالۍ پلار خپله مور، ښځه، کمکی زوی او وړه لور د خپل کلي په لور روان کړي وو. موټر چې د ملي اردو د قرارگاه ترڅنگ په تیریدو و، نو لا هم د قرارگاه له منځه د کړسنده خنداگانو غږونه پورته کیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x