افغانستان دپاکستان له بریدونو څخه وروسته ځواکونوته دتیارسئ امروکړ
(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷۰۳) کابل: دافغانستان ددفاع اوکورنیو چارو وزارتونو دپاکستان لخواپرافغانستان له بریدونو څخه وروسته، اړین پوځي احضارات نیولي دي
له تیرو دریو اونیو راپديخوا دپاکستان هیواد دتوپچي ځواکونو له خوا دکونړاوننګرهارپرسرحدي ولسوالیو اوځیني نورو ولایتونو پرله پسی بریدونو کي په لسګونو هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
دولسي جرګي په نني غونډي کي دجرګي ځینو غړو پرافغان حکومت باندی سختي نیوکي وکړي چي دافغانستان حکومت دپاکستان دبریدونو په ځواب کي کوم اړین غبرګون نه ده ښودلي.
نن ټکی اسیا