نظــر

نوې کال او نوې جنایت

لیکوال :فاتح کاروان

نن سهار یعنې د ۲۰۱۵م کال د جنوري د میاشتې په لمړنې سهار مو یو ځل بیا خورا زړه بوږنوونکې خبر تر لاسه کړ، خبر کې راغلي چې: ((د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د راکټ د لګېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډونه دېرش تنه وژل شوي او پنځوس شاوخوا ټپيان دي))
دا لومړنې او اخرینې جنایت نه دی بلکې تر دې وړاندې هم د نړیوال کفر تر چتر لاندې روزل شویو ایمان پلورونکو او هیواد پلورونکو عسکرو دا ډول جنایتونه کړي او لا هم ورته دوام ورکوي،په تیرو شاوخوا څوارلسو کالو کې موږ د داسې ډیرو ورته جنایاتو شاهدان پاتې شوي یو، چې کله په بمبارۍ،کله په چاپو او کله هم لکه د نن په څير ړندو راکیټي بریدونو زموږ هیوادوال د غم په ټغر کینولي، او زموږ په زخمونو یې لا مالګې دوړولي دي.
د سهارني خبر په اوریدو مې غوني زیږ شول، زړه مې ودریده او پوه شوم چې د کفر غلامانو خپل کفري باداران د کرسمس په خوشحالیو کې هم له خپلو خدمتونو بې برخې نه کړل او هڅه يې وکړه چې خپلو بادارانو ته د مظلوم ولس وینه د اختر د ډالئ په حیث وړاندې کړي!! دا ډول جنایتونه چې همیشه یې مرتکبین یا پخپله امریکایان او یا یې حشر ګړي او لاسپوڅي وي غیر ارادي عمل نه بلکې یو قصدي او سلسله وار جنایت دی چې د وحشي یرغلګرو لخوا نه افغان ولس او په مجموع کې ټول اسلامي امت ته ډالۍ کیږي.
دا چې سږنې ژمې د اشغالګرو امریکایانو لپاره خورا مرګونې او دردونکې و،همدا راز یې غلامانو هم په کې درانه ګوذارونه وخوړل،نو د طالبانو پر وړاندې د پاتې راتلو په صورت کې دوی ته د ولس وژل او ترور مناسب بدیل ښکاري،ځکه دوی پوهیږي چې د ولسي وګړو په وژل کیدا له یوې خوا طالبان تر بل هر چا ډیر دردیږي او له بله پلوه غربي میډیا ته د تبلیغاتو لپاره یوه مناسبه پلمه په لاس ورځي، ځکه خو په ډيره سپين سترګۍ خپلو دغه ډول زړه بوږنوونکو جنایاتو ته ادامه ورکوي او نه پریږدي چې زموږ دردیدلي او کړیدلي هیوادوال یوه شیبه هم د خوښۍ او خوشحالۍ نه برخمن شي.
د امریکايي اشغالګرو او د دوی د لاسپوڅو وحشتونه اوج ته رسیدلي او ولس يې نور دومره تنګ کړی دی چې حالت به یې دلته بیانول ستونزمن وي، په ودونو، جنازو،مساجدو، مدرسو، د لوبو په میدانونو او نورو عامه ځایونو د صلیبیانو هوايي او د منافقینو ځمکني بریدونه کومه نوې خبره نه ده،امریکایان دا عادت لري چې دوی تل تفرقه واچوه حکومت کوه پالیسي پر مخ وړي،لکه پخوا چې همدا پالیسي انګریزانو پر مخ وړله،خو اې کاش چې د کفر غلامان یوه شیبه په خپل ګریوان کې فکر وکړي چې دوی د چا لپاره او په کوم دلیل د ولس او مجاهدینو پر وړاندې جنګیږي؟!
موږ یو ځل بیا د نړیوال کفر یرغلګرو ځواکونو او د هغوی داخلي لاسپوڅو ته په ډاګه کوو چې ستاسو بزدلانه اعمال به زموږ حوصلې کمزوری نه کړي،بلکې تاسو باید دا ومنۍ چې د هر هیوادوال په شهادت سره نور هیوادوال جوپې جوپې د اسلامي امارت د مجاهدینو لیکو ته ورځي او د انتقام اخیستنې عزم تازه وي، تاسو ته دی جوته وي چې د بې ګناه ولسي وګړو وژل یو خورا بزدلانه او بې شرمانه عمل، او له دې پرته چې په ولس کې به د انتقام اخیتسې روحیه زور واخلي تاسو ته بل څه په لاس نه درځي، که تاسو هر څومره هڅه وکړۍ چې د خپلو جنایاتو ګوته مجاهدینو ته ونیسۍ خو ولس پوهیږي چې غوا توره او شیدې يې سپيني دي.
نور موږ له ملګرو ملتونو، د بشر د حقوقو له ادارو، مدني ټولنو، یوناما او… څخه هم ګیله نه کوو ځکه دوی په کراتو کراتو په اثبات ورسوله چې د کفر اهداف د دوی اهداف دي،دوی هر څه کوي خو د صلیبي او یهودي مشاورینو په مشوره یې کوي،دوی خپلواک نه دي او نه هم په خپلواک ډول نظرونه څرګندولای شي، ګیله مو یواځې له اسلامي ملکونو او خپلو هغه هیوادوالو نه کیږي چې د امریکايي اشغال ملاتړ یې وکړ او لا هم خپل دغه ناروا او بشرضد عمل ته ادامه ورکوي، له ۲۰۰۱م کال را په دیخوا د امریکایانو سوله او بیارغونه هر چاته لکه د لمر څرګنده شوه چې دوی دلته یواځې په خپلو ظلمونو بسنه ونکړه بلکې د دې لپاره چې افغان ولس ترې په آرام ژوند ونکړي د سړي خورو او وینه څښونکو ډلو ملاتړ یې وکړ او دوی ته یې د اردو او پولیسو په نوم ورکولو سره ډیری هیوادوال تیر ایستل، هغه دی په خپلو سترګو یې ټول نړیوال ګوري چې په اصطلاح د اردو او پولیسو نظامیان څه ډول د خپلو هیوادوالو په وینه زبیښلو لګیا دي!! نور نو عیان ته د بیان ضرورت نشته.
په اخر کې موږ یو ځل بیا د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ غمجنه پیښه او وحشیانه برید غندو چې حقیقت یې په دې ډول دی : ((د هملند د ولایتي شورا غړي بي بي سي سره په مرکه کي وویل: دغه راکټي بريد دولتي عسکرو کړی او د طالبانو له خوا د وژل کېدو غچ يې له ملکي خلکو واخسیت، د ولایتي شورا غړی وايې چې له دي پيښې یوه ورځ وړاندي د اردو ۸ تنه عسکر ووژل شول، چې په غچ کې يې پرون شپه له څلورو پوستو څخه د واده پر مراسمو د هاوان (راکټ) مرمۍ وتوغول شوې، او ګڼو خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.))
موږ د خپلو ټولو خبرداریو سره سره یو ځل بیا و هغه خلکو ته چې د کفر د غلامانو په صفوفو کې يې ځای نیولې وایو:
بس دی نور نود کفر غلامي پریږدی، په دې ولس کې نور د کرکې او نفرت اورونه مه بلوۍ،د پردیو په اشاره د خپلو هیوادوالو وینې مه بهیوۍ،که چیري تاسو خپلو دغه جنایاتو ته دوام ورکړۍ نو بیا په یاد ساتۍ چې: هر عمل عکس العمل لري، اوس خو به یواځې د طالبانو لخوا وژل کیږۍ مګر له هغې ورځې وډار شئ چې دا ولس درپسې په یو مخ راپورته شي او د انتقام په لمبو کې مو وسوزوي او په دې خو تاسو هم پوهیږۍ چې امریکایان او ناټویان نور په تیښته سر دي او تاسو به یواځې د دې ولس رحم او کرم ته پاتې کیږۍ،بس دی له همداسې یوې ورځې وډار شۍ او د کفر له خدمت نه نور لاس واخلۍ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x