په کابل کې د پاکستاني سفارت مخته د پاکستان په ضد لاریون وشو
نن ټکی آسیا: نن په کابل کې د پاکستان پر ضد د پاکستاني سفارت مخي ته ستر لاریون وشو.
دغه لاریون کوونکي چي شمیر يې سلګونو ته رسیدی، د پاکستان دحکومت او فوځ په ضد شعارونه ورکول، او د پاکستان له خوا يې پر افغاني ځمکو د پاکستاني فوځ د توپونو او توغندیو بریدونه غندل.
د لاریون مشري چي د مشارکت ملي ګوند مشر نجیب الله کابلي کوله،
د کابل د شهر نو د پارک څخه پیل سو، او بیا د پاکستان تر سفارت پوري ولاړل.
لاریون کوونکو د لاریون په پای کې د یو پریکړه لیک په ترڅ کې د ملګرو ملتونو او ایساف ځواکونو څخه وغوښتل چي دوی هم په ورته عمل لاس پوري کړي، او دغه پریکړه لیک يې یوناما، ملي شوری، اوروپايي اتحاديې، جمهوري ریاست او د اسلامي هیوادونو کانفرانس نمایندګۍ ته وسپاری.
په کابل کې د ۱۰۱ اسمايي زون څخه په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چي ددغه لاریون امنیت د پولیسو له خوا په کلکه نیول شوی وو.
تيره ورځ د ننګرهار ولایت والي ګل اغا شیرزي هم پاکستاني سفارت ته خپل احتجاج وړاندي کړی وو، او غوښتنه يې کړی وه چي د پولي د ها غاړي څخه باید د بریدونو مخه ونیول شوي.
هغه تور لګولی وو، چي پاکستاني فوځیانو د ګوشتي پر ولسوالۍ بریدونه کړي وه.
ددې تر مخه د ختیځي سیمي د سراحدي قواوو قوماندان جنرال امین الله امر خیل هم احتجاجا خپله استعفاء وړاندي کړې وه.