ټکنالوژي

د سامسنګ نوی لیپ ټاپ ۱۲ ساعته چارج ساتي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د اپل کمپنۍ کاروونکي د دغې کمپنۍ لخوا جوړیدونکی لیپ ټاپ ریټینا میک بوک ایر (Retina Macbook air) ته سترګې په لار دي خو د سامسنګ کمپنۍ له هغې مخکې خپل انټل کور ایم (Intel Core M) وینډوز لرونکی لیپ ټاپ چې اټیف بوک ۹ ۲۰۱۵ (Ativ Book 9 2015) نومول شوی بازار ته وړاندې کوي.

دغه کمپنۍ خپل کوریایي بلاګ کې لیکلي چې دغه لیپ ټاپ ۱۲.۲ انچه ۱۶:۱۰ ډسپلې او ۲۵۶۰X۱۶۰۰ ریزولوشن لرلو سره ۹۵۰ ګرامه وزن لري. دغه لیپ ټاپ به د وینډوز ۸ په وسیله کارول کیږي.

که څه هم د دغې کمپنۍ د ليپ ټاپ ځینې لړۍ د کاروونکو توجه حاصلولو کې پاتې راغلی خو ویل کیږي چې دغه نوی ماډل به د کاروونکو توجه په جذبولو بریالی شي ځکه چې دغه نوی ماډل به ډیر چټک کار کوي.

تر ټولو غوره خبره دا ده چې دغه لیپ ټاپ کولی شي تر ۱۲ ساعتونو چارج وساتي. د دغې لیپ ټاپ باطرۍ ډیزاین د دغې کمپنۍ له سمارټ فون ګیلیکسي ایس ۵ (Galaxy S5) څخه اخیستل شوی.

دغه لیپ ټاپ ۲۵۶ ګیګابایټ (GB) فایل ثبتولو وړتیا، ۸ ګیګابایټ رېم (RAM) او ۵۳۰۰ انټل ایچ ډی (Intel HD) ګرافیک (Graphic) لري.

سامسنګ کمپنۍ د دغې لیپ ټاپ بیې په اړه څه ندی ویلی خو دغې کمپنۍ د سپټمبر په میاشت اعلان کړی و چې نور به په اروپا کې لیپ ټاپ نه پلوري نو په همدې اساس دغه لیپ ټاپ به اسیايي بازارونو کې د خرڅ لپاره وړاندې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x