fbpx

فرانسه کې بریښنا تولیدونکی مصنوعي ونه جوړه شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): فرانسوي ساینس پوهانو داسې ونه جوړه کړې چې کولی شي د اړتیا وړ برېښنا تولید کړي.

دغه ۱۱ متره ارتفاع لرونکی ونه کې ۶۶ داسې پاڼې ځای پر ځای شوی چې د هوا په شتون کې خوځیږي. د دې پاڼو په لاندینی برخه کې داسې ټوربینونه لګول شوي چې د پاڼې له تاویدو سره برېښنا تولیدوي.

له اوسپنې څخه جوړه شوې دغه ونه کې ډير کم وزن لرونکي پاڼې ځای پر ځای شوي چې د لږ هوا په شتون کې هم حرکت کوي او برېښنا تولیدوي.
د دې ډول یوه ونه یو کال په موده کې ۲۶۰۰ کیلو واټ برېښنا تولیدولو وړتیا لري.

فرانسوي ساینس پوهانو تر اوسمهاله د دغې ډول دوه ونې جوړې کړې چې په بریالیتوب سره بریښنا تولیدوي. ساینس پوهانو په وینا د دې ونې جوړول ۳ کاله وخت نیولی.

دغې ونې جوړونکی کمپنۍ په وینا دغه کمپنۍ غواړي چې د دغې ونې په ډیزاین کې نور بدلونونه هم راوړي او ۲۰۱۶ زیږیدیز کال کې به دغه ونه نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د