افغانستان

هلمند کې د ملي اردو پر ضد ستر لاریون وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت سلګونو اوسیدونکو په مرکز لښکرګاه کې د ملي اردو پر ضد ستر لاریون وکړ او له ګډ حکومته یې وغوښتل چې د سنګین د واده د پېښې په اړه دې څېړنې وکړي او عاملین دې مجازات کړي.

تېره ورځ د سنګین ولسوالۍ د ساروان کلا په باینزو سیمه کې پر یوه واده دولتي عسکرو له څو خواوو د راکټونه، هاوانونو او توپونو برید وکړ چې له امله یې نېږدې ۵۰ کسان شهیدان شول او تر ۷۰ زیات ټپیان شول. په وژل شوو او ټپي شوو کسانو کې زیات شمېر ښځې او ماشومان شامل دي.

دغه لاریون ته د سنګین ولسوالۍ یو تن مخور او قومي مشر شمس الله سحرايي وویل چې که د پېښې په تړاو څېړنې ونشي او عاملینو ته جزا ورنه کړل شي، دوی به لاریون ته دوام ورکړي. د نوموړي په باور ګډ حکومت په سنګین کې په شوي جنایت سترګې پټوي.

یو بل لاریون کوونکي هاشم سنګینوال وویل چې نړۍ نوی کال لمانځي او د هلمند وګړي جنازې کوي او قبرونه کیندي.

د سیمي دیني عالم او قومي مشر ملامحمد قاسم لاریون ته په خبرو کې له رسنیو وغوښتل چې د شهیدانو او ټپیانو ورکړل شوي شمېرې وروستۍ ونه ګني، بلکې لا هم خلک بوخت دي چې تر خاورو لاندې جسدونه را وباسي.

په عین حال کې په هلمند کې د نن ټکی اسیا همکار وايي چې دغه لاریون مدني فعالانو ترتیب کړی و او ولسي لاریون د جنازو مراسمو د تدفین او تجهیز په موخه سهار ته ځنډول شوی دی.

حکومتي چارواکو منلې چې پر واده د ملي اردو عسکرو راکټونه ویشتلي دي چې له امله یې ۲۱ کسان وژل شوي دي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

خو د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکو نن ټکی اسیا همکار ته د شهید شوو کسانو شمېر ۵۹ ښودلی او د مرګ ژوبلې د زیاتیدو انديښنه یې څرګنده کړې.

د لښکرګاه په ایمرجنسي کې د ملکو په نوم یو کس خبریالانو ته ویلي چې دغه پېښه د دوی په کور کې رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړې چې د ورور واده یې و، دوی ناوې راوستله، ښځې د بدرګې لپاره د خوشحالۍ کولې چې د هاوان یو مرمۍ د ښځو په مراسمو کې ولګېده، بله د کور دننه او درې نور د توپ مرمۍ کور ته نېږدې راپرېوتې.

ملوک له قوله مرمۍ د عمر او فتح محمد په نومونو د ملي اردو له پوستو توغول شوي دي.

ملوک ویلي چې یواځې د دوی د کورنۍ ۱۵ تنه شهیدان شوي دي، هغه په غریو وویل: « زما اولادونه، خاله ګانې، ټول دوستان….»

په عین حال کې طالبانو دغه خونړۍ پېښه په کلکو ټکو غندلې او د بدل اخېستلو ژمنه یې کړې ده. دوی له خبریالانو غوښتي چې سیمې ته نېږدې ورشي او د پېښې په اړه حقایق ځانته معلوم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x