افغانستان

پکتيکا: د برمل په ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته شوې

afghan_army_kabulابدالي محزون – پکتيکا ولايت

چنګاښ ١١ .٩٠ جولاى دوهمه

نن ټکی اسیا: د پکتيکا ولايت د برمل په سرحدي ولسوالى کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې له امله يې يو شمېر کورنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دبرمل ولسوالى يو تن امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسيا ته وويل،

چې ياده شوې نښته نن له غرمې وروسته د ددې ولسوالى د پاکستان سره په سرحدي سيمه کې شوې ده. نوموړي د نښتې دقيق ځاى په ګوته نکړ.

سرچينې زياته کړه، چې په نښته کې دوه د ملي اردو سرتېري، يو سرحدي پوليس او يو ملي پوليس ټپيان شوي، خو وسله والو طالبانو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نلري.

دغه چارواکي همدارنګه وويل، چې په نښته کې يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي

برمل د پکتيکا ولايت يوه سرحدي ولسوالي دي چې د پاکستان د قبايلي سيمو جنوبي او شمالي وزيرستان سره ګډه پوله لري او وخت ناوخت پکې ورته پېښې رامنځ ته کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x