افغانستان

اشرف غني د هلمند د قربانیانو له کورنیو څخه د «صبر جمیل» غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): تېره شپه د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د افغان ملي اردو لخوا د راکټونو برید وشو، چې په نتیجه کې تر ۵۰ زیات کسان شهیدان او نږدې ۷۰ تنه ټپیان شول. د ګډ حکومت ولسمشر په پیښه د خواشینۍ او خفګان څرګندونې کړي، او د قربانیانو ورثه وو ته یې د «صبر جمیل» سپارښتنه کړې. ولسمشر اشرف غني د پیښې زخمیانو ته هم «د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا» هیله کړې.

د ګډ حکومت مشر دغه راز امر کړی چې د پیښې د جزئیاتو په اړه دې ژر تر ژره نوموړي ته په ارګ کې ریپوټ ورکړل شي. د ارګ خبرپاڼه وايي چې نوموړي د پیښې د بررسۍ په موخه یو تحقیقاتي هیئت هم ټاکلی.

یاده دې وي چې افغان چارواکي د هغو ملکي وګړو په اړه چې افغان یا بهرنیو ځواکونو په ښکاره او برملا توګه وژلي وي معمولا د تحقیقاتي هیئتونو د ګومارلو احکامات صادروي، چې د تیرو دیارلسو کالو په موده کې د یوه پلاوي د تحقیقاتو نتیجه هم نه ده اعلان شوې. خو له بلې خوا هغه پیښې چې د عاملینو د هویت په اړه یې کره شواهد شتون ونه لري چارواکي یې له ترسره کېدو سره سم له هر ډول تحقیقاتو پرته د «وسله والو طالبانو» کار بولي.

د هلمند د ورستۍ پیښې په اړه هم د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې د کورنیو او دفاع وزارتونو څخه متشکل یو تحقیقاتي هیئت یې ټاکلی، چې ډیر ژر به دې ولایت ته سفر وکړي څو دغه پیښه «له نږدې څخه» وګوري.

له بلې خوا د ګډ حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله هم د خپل حکومتي سیال په څیر د پیښې په تړاو غبرګون ښودلی او زیاته کړې يې ده چې د هلمند په پیښې ژور خواشینی دی.

هاخوا په هلمند کې د دې ولایت اوسیدونکو په مرکز لښکرګاه کې د افغان ځواکونو پر خلاف پراخ لاریون وکړ او د یادې پيښې عاملینو ته یې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې افغان ځواکونه په داسې حال کې د واده مراسم په راکټونو ولي چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو تازه په تازه د «تروریزم» پر وړاندې د خپلې پیل کړې جګړې دنده افغان ځواکونو ته سپارلې.

افغان ځواکونو په رسمي توګه د دغې دندې له ترلاسه کولو نه څو ساعته وروسته په هلمند کې د واده مراسم په نخښه کړل او ۵۰ تنه ملکي افغانان یې ځای پر ځای شهیدان کړل.

په افغانستان کې د ایساف عمومي قومندان د خپل جګړییز ماموریت د پای په غونډه کې ډاډ څرګند کړ چې افغان ځواکونه کولای شي دا جګړه نوره په یوازې ځان پرمخ بوزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x