ټولنیزه برخه

په زوی باندي د مور او پلار دعوه

لیکوال: حامد افغان

ابوالاسود الدؤلي چې اصلي نوم او نسب یې: ظالم بن عمرو بن سفيان الدؤلي الكناني دی، شپاړلس کاله له هجرت مخکي زیږیدلی او په 69 هـ کې وفات شوی دی، بنودئل قبیله د مکي په جنوب کې اوسي دی د همدې قبیلې دي د رسول الله صلي الله علیه وسلم زمانه یې نیولې وه خو هغه یې نه و لیدلی نو دی د لومړۍ درجې تابعي دی او صحابي نه دی، دی خورا لوی عالم، محدث او فقیه و او د بصري قاضي هم پاتي شوی دی له مختلفو صحابه کرامو یې حدیثونه روایت کړي دي او لویه خبره داده چې د عربي نحوي اساس ده ايښی دی، دی لومی کس دی چې د فاعل، مفعول او مضاف بایونه یې ترتیب کړي دي، او داراز د قرانکریم ټکي او زیراو زور هم ده ایښي دي، دلته یې له خپلې میرمنې سره د دوی دواړو په زوی باندي دعوه درسره شریکوم. ده غوښتل له خپلې ښځې نه زوی واخلي خو هغې نه ورکاوه دعوه یې د بصرې والي ته ولاړه .

ښځې یې امیر ته وویل: الله دي له امیر سره ښه وکړي،

دا زما زوی دی ګیډه مې د ده له پاره لوښی وه،

غیږ مې د ده له پاره د پناه ځای و،

تي مې د ده له پاره د خوراک او څښاک لوښي وو،

په ویدو په مې ساتی،

په وېښه به ورته ځیره وم،

اووه کاله مې همداسي ورسره تېر کړل،

اوس یې چې د ګټې په تمه شوم،

زما د ساتنې هیله مې ورته پیدا شوه،

دی یې په زور رانه اخلي،

ابوالاسود وویل:

له امیر سره دي الله ښه وکړي،

ما دا زوی له دې مخکي په وجود کې لاره،

او له دې مې مخکي زېږولی دی،

ښځې یې وویل: دی رښتیا وايي امیر صاحب..

ده په داسي وخت کې هغه په وجود کې لاره چې هغه سپک و،

او ما داسي وخت په ګیډه لاره چې دروند و،

ده په شهوت سره وزېږاوه،

او ما په دردونو او زحمتونو سره وزېږاوه،

دی به په ډکو سترګو ویده و،

او ما به ټوله شپه وېښه ورسره تېروله،

د بصرې والي ابوالاسود الدؤلي ته وویل: ښځې ته خپل زوی ور وسپاره دا له تا نه د زوی ډېره حقداره ده، او ستا له مسجع او پېیلو خبرو مو خلاص کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x