نظــر

د مولي اردو ابتداء په ساکن راغله

لیکوال: تیمور شاه یوسفي

هر څوک چې نوی کار یا دنده شروع کوي، نو پیل ته یې خلک ډیر متوجه وي چې ته ودرې څنګه یي پیلوي او څه ډول یي پر مخ بیایي، کلیوالو به چې کوم کار په پیل او ابتداء کې خراب کړ نو ملاصاحبانو به ورته ویل چې د فلاني ابتداء په ساکن راغله، په عربي ژبه کې په ساکن حرف ابتداء د کمزورۍ علامه ده چې بیا د وصل همزې ته ضرورت پیښیږي.

په دې وروستیو کې چې د دموکرات صاحبانو پاچاهۍ ته فکر وهم نو په هر ډګر کې یې ابتداء په ساکن راغلې، اشرف غني لس کاله تبلیغات وچلول، همفکرانو او همزمانو یې هم ویل چې دوهم نړیوال مفکر دی او له افغانستان نه به په صد روز نخست کې سویزرلنډ جوړ کړي، مګر اشرفو په صد روز نخست کې هغه ګلان وشیندل چې له خوشبو يي بلکې بدبويي یې نږدې ده چې خپله دده پلویان هم زکام ونیسي.

دا یوازې اشرف غني نه دی چې ابتداء یې په ساکن راغلي، آبله ورځ ایساف هم خپله بیرغ په کابل کې راکوز کړ او د امنیتي چارو عام وتام واک یې ملي اردو ته وسپاره، دغه اردو چې د بنسټ ډبره یې تنظیمي لنډه غر او د ټلوالې ټوپکیان تشکیلوي، د ځلولو لپاره یې په هیواد او نړۍ کې پراخ تبلیغات کیږي تر څو یې په افغانانو د یوې معياري هیواد شموله پوځ په حیث ومني.

دا چې امریکایانو خپلو دغو روزل شویو ټوپکوالو ته مسؤلیت وسپاره نو هیوادوال اونړیوال متوجه وو، چې ودرې دوی امنیتي مسؤلیت څنګه ترسره کوي او کوم مثبت ابتکارات کوي، خو د امنیتي مسؤلیت د اخیستلو لا اونۍ نه وه پوره چې ملي اردو خپل اولس ته داسې لوڅه کیناسته چې شاید په اسانۍ دغه شرم ونه شي مینځلی .

د پنجشنبې په بیګاه دنوي میلادي کال په لومړۍ شپه مولي اردو چې نور یې ځان امریکایایي منسوبینو ته مسؤل نه احساساوو، د پوځي نظم او دسپلین د قوانینو په نظر اندازۍ سره یې خپل یوازینۍ ثقیله وسله منځنی هاوان د هلمند په سنګین کې د غریبو کلیوالو د واده مراسمو ته برابر کړ او تر سهاره یې دغه ستراتیژیک هدف ښه په خوند وډزاوو.

د مسؤلیت اخیستلو په دریمه ورځ مولي اردو د هغې ناوې کانه وکړه چې د نکاح په سهار یې باد پرې شوې و، خواښې یې د دلاسا لپاره ورته ویلي و چې پروا نلري دا د زوی زیری دی ، دې سادګۍ ځواب ورکړی و چې که داسې وي نو یو بل به هم وکړم او خواښې یې په خندا ورغبرګه کړې وه چې بس همدا یو دې خدای درته لوی کړي له بل سره پام کوه .

مولي اردو هم د مسؤلیت منلو په لومړۍ اونۍ مخامخ له خپل اولس سره جهاد اعلان کړ او د یوه ساده کلیوال د خوښۍ مراسم یې د ویر په اوښکو ور ولړل .

له هلمنده عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې دملي اردو په لومړنیو توپاني عملیاتو کې تر شلو ډیر وراباڼي چې نږدې ټول ښځې او ماشومان دي شهیدان او څلویښت تنه ټپیان شوي دي، دملي اردو د مسلکي نښان ویشتونکو او دقیقو کورادیناتو له امله په دې عملیاتو کې ناوې او زوم هم خورا په دقت په نښه شوي چې تر اوسه مرګ حاله د هلمند په ایمرجنسۍ کې پراته دي .

د مولي اردو فیسبوکي مبلغینو ددغو مرتزقه ټوپکیانو لومړني عملیات بریالي بللي او دا یې د بریا او فتحو زیری بللی دی ، کیدای شي دهمدې داد او شاباس له امله ملي اردو د فتحې یو بل زیری هم په نږدې ورځو کې دهیوادوالو تر غوږو ورتیر کړي .

وایي موږ یې ګلدین ژاړه شابدین یې په خره سپور راووړ ، موږ یي داشرف غني د صد روز نخست له امله شرمینده وو، او د اربکیو ناکردې مو ژړلې چې ملي اردو هم ګلان را وکرل .

د هلمند برید زما په ګمان په هیڅ ډول اشتباه نه شي بلل کیدای بلکې یو عمدي عمل دی ، زما په ګمان خو که اشرف غني خپل پت او پرده غواړي باید په اړه یي جدي پلټنې وکړي او عاملینو ته یي سزا ورکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x