شعـــــرونه

غزل- نوید عمرخېل

ورکومه ستا تصویر خو نه ورکیږي
لاتراوسه مې په سترګو کې ښکاریږي

ستا بڼو او زما زړه کړی تړون دی
لکه نوک او اورۍ نه سره بیلیږي

تنها نه یمه تنها مې دی خدای نکړي
ستا تصویر راسره ټوله ورځ غږېږي

ستاپه سترګو کې یو اوښکه لیدی نشم
خوپه خپل ګرېوان مې هیڅ زړه نه خوږیږي

کله کله داسې وایم دا وطن به
کله امن شي او کله به جوړیږي

چا دی لو د غنمرنګو پېل کړی
جنازې مو هدیرو کې نه ځایږي

په ژوندون مو پر اوږو او پس له مرګ مو
هدیرو باندې هم دا بیرغ رپیږي

سر ترې غوڅ کړیه له سره یی خېر نشته
هغه سر چې د پردو مخ ته ټیټیږي

رقیبان دی پاس پر سر ګرځي نویده!
خیر میږان وزرونه وکړي بیا ورکیږي

نوید عمرخېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x