ادبي لیکني

دیارلس لکه ___ لنډه کیسه

لیکوال: دادمحمد ناوک

سره لوپټه يې ورپورته کړه، په مټ يې چیچ ورکړ:

ـ لژ خو د دروغو وژاړه، سپين سترګې!

مړه مسکۍ شوه:

ـ ولې وژاړم جنازه مې ده؟

ملګرې يې په سالو کې سر ور پټ کړ:

ـ وه سپین سترګې! خو تنها زه خبره وم، چې دا لویشتینک دې خوښ دی، خلک به …

ـ لویشتینک ورته مه وایه! سوځه سوځه! په چینار ځواني يې!

مسکۍ څېره يې ورټوله شوه، خبره يې اوږده کړه:

ـ رشتیا! مینا! تاسې به مې یادېژئ!

ـ څه اسمان ته خو دې نه وړي، خو هر مازیګر به در ځو.

پسې ويې وخندل:

ـ موژ به دې مېلمنې یو، ستا لویشتینک به څومره په غوره کې …

ـ بیا دې لویشتینک وویل!

««»»

قومندان هم په لرې رڼا کې سترګې ګنډلې وې، سګريټ يې پرلپسې کش کاوه، له ځان سره وډونګېده:

ـ هسې د دووس زوی پیسې رانه واخیستې، چندان تلی نه و!

ده ته يې برګ وکتل، په زوره يې وویل:

ـ څه شی درښکارېږي؟

ژر يې دوربین له سترګو لېری کړ:

ـ هو صیب! سم بنډار يې ګرم دی، لکه ټول سنګین چې يې په واده کې راټول شوی وي!

له ځان سره وډونګېده:

ـ مانا یو لس ـ پنځلس کاله وروسته به،له همدې کوره یو بل ځانمرګی راوزي!

مخابره يې له اوږې راښکته کړه، په تونده لهجه لګیا شو، لکه د پراخ تعرض په وړاندې چې خپل عسکر چمتو کوي، په غوسه يې وویل:

ـ پوره اته بجې! چې یوه دقیقه شا او مخکې نه شي! پوشوئ!؟؟

««»»

په سر يې لاس ورتېر کړ:

ـ یاره منم دې! کاپر مصرف دې په ځان کړی!

ـ خود نو، ته وا په دې مصرف نه ارزي، ځومره پسې ستړی سوم ظالمه! د ټول ریګي تهمت ته مې ځان ورکړ.

ـ یاره منم دې اجمله! په دې لوېشت ځوانې دي د چینار ونه وګټله.

ويې خندل:

ـ ځه بیا به ګپ کوو، ته ورمنډه کړه مېلمانه شکایت ونه کړي.

ـ بچو زه د شا ملګری یم، له تاسره به ناست یم، د مېلمنو د خدمت امر دې په بل چا کوه.

ـ ګوره بیا خو دې کار نه کېژي!

ـ کوم کار؟

ـ د خوشیني! بیا مې خواشي در ته غوسه کوم، ولاکه يې په دیارلس لکه هم درکړې!

ـ دیارلس لکه څه شی…

خبرې والوتې، د ساعت ستن اتو بجو ته رسېدلې وه، څلورو پوستو د اتو راکټو د توغولو امر پر ځای کړ.

پای.

۱۳۹۳کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x