افغانستان

عبدالاحد واحد د کابل نوی سرپرست ښاروال وټاکل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د کابل ښاروالۍ فني او مسلکي مرستیال عبدالاحد واحد د ولسمشر د یوه فرمان پر اساس د کابل ښاروالۍ سرپرست وټاکل شو.

تر دې وړاندې محمدیونس نواندیش د مرغومي پر لومړۍ نېټه له دندې استعفا ورکړه خو د استعفا ورکولو د لامل په اړه يې رسنیو ته څه ونه ویل. محمد یونس اندیش د ۱۳۸۸ل کال په جدي کې تر هغه وروسته د کابل ښاروال وټاکل شو چې پخوانی ښاروال عبدالاحدصاحبي څارنوالۍ په اداري فساد تورن کړ. نوموړي د ښاروال په توګه يې له پنځه کاله دندې وروسته استعفا وکړه.

عبدالاحد واحد پرون په یو لړ ځانګړو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ سرپرست وټاکل شو، د ولسمشر د فرمان پر اساس نوموړی یې ځکه د کابل ښاروال وټاکلو څو د ښاروالۍ کار له ځنډ او خنډ سره مخ نشي.

عبدالاحد واحد د کابل ښاروالۍ د سرپرست ټاکل کېدو وروسته په خپلو لومړیو خبرو کې له امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره دې د کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

نوموړي په دې اعتراف وکړ چې د کابل ښاروالۍ په ادارو کې اداري فساد شته دی، هغه له خپلو همکارانو وغوښتل چې د اداري فساد سره په مبارزه کې له نوموړي سره همکاري او جدي اقدامات وکړي.

واحد د کار پر لومړۍ ورځ ژمنه وکړه چې د کابل سرکونو ته به جدي پاملرنه کوي، هغه وویل چې کوم سرکونه په ۳ کلونو کې بیا جوړونې ته اړتیا لري، په ۳ کلونو کې به سرته ورسیږي.

واحد له قوله په تېرو کلونو کې په کابل کې تر ۵۰۰ کیلومترو زیات سرکونه پاخه شوي او کابل نن ورځ د لس کاله پخوا کابل سره د پرتلې وړ نه دی.

نوي سرپرست ښاروال زیاته کړه چې د کابل ښاروالۍ معینتونو ته به د یوه مکتوب د لارې ډیر واکونه ورکوي څو خپل کارونو په پوره صلاحیت سره سرته ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x