افغانستان

غزني: په جلا جلا چاودنو کې د بهرنیو عسکرو ۲ موټر زیانمن شوي، او ۴ عسکر ټپیان شوي دي

blast_in_eastern_afghanistanنن ټکی آسیا: په غزني ولایت کې چاودنو د بهرنیو ځواکونو ۲ عرادې موتر زیانمن کړی او ۴ بهرني سرتیري يې ټپیان کړي دي.

دغه پيښه چي تیره ورځ را منځته سوې، خبر يې نن د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ورکړی، او زیاته کړې چي پيښه د غزني ښار په اړوندو سیمو کي را منځته شوې، چي له امله يې څلور تنه بهرنی عسکر ټپيان شوي دي، او ۲ عرادې موټر هم زیانمن شوي دي،

خو څوک په کښي وژل شوي نه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي تیره ورځ د غزني ښار اړوند د ارزو او نوغه په سیمو کې دوی د بهرنیو ځواکونو پر فوځي موټرو چاودني تر سره کړې، چي له کبله يې یو شمیر بهرني عسکر مړه او ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x