نظــر

حقيقي مجاهد څوک دی او څه بايد وکړي؟ (۱)

ليکوال: مرحوم مولوي محمد يونس خالص (رحمه الله)

نشر نيټه: ۱۳۶۹ کال د جدي لمړۍ

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله سبحان الله ولا اله الا الله والله اکبر ولا حول ولا قوة الا باالله العلي العظيم و صلي الله تعالي علي خير خلقه محمد و اله و صحبه وسلم.

وبعد: غواړم محترمو مسلمانانو وروڼو ته د جهاد او افغانستان د روانې قضيې موجوده حالت بيان او خپل تصميم عرض کړم.

په افغانستان کې د کفر او الحاد پر ضد اسلامي مسلح جهاد پيل شو د جهاد په ابتداء کښې د مجاهدينو شمير او جهادي وسايل خورا کم وو، خو لوی خدای يې داسې مرسته وکړه چې زر په زره ډيرې سيمې ازادې شوې تر دې پورې چې د ملحد رژيم د ختم کيدلو ويره د روسانو سره پيدا شوه او نظامي مداخله يې وکړه.

دغو مجاهدو وروڼو د روسانو سره هم خپله جهاد ته ادامه ورکړه نړيوال او وطنوال وپوهيدل چې دغه اسلامي جهاد ارومرو د کاميابۍ پړاو ته رسېږي ځکه نو له يوې خوا افغاني او غير افغاني مسلمانانو د دې جهاد ملاتړ وکړ او له بلې خوا هغو مفسدو عناصرو کوم چې نن سبا وخت په وخت ځانونه ښکاروي او تاند وهي چې په مختلفو وسايلو د يوه اسلامي نظام مخه ونيسي د اسلامي جهاد د نوم څخه بده استفاده وکړه څوک يو ځای او څوک بل ځای ميشت شول او د ملحد رژيم په ضد يي لساني او قلمي مبارزه پيل کړه.

سره له دې چې اسلام ته يي په بده سترګه کتل هم دغه مبارزه يې اسلامي جهاد وباله. نشنلستانو او د ظاهرشاه پلويانو چې د ملحد رژيم راتلو ته يې د ملت اغوا کولو او د اسلامي مقرراتو څخه د انحرافاتو له لارې زمينه مساعده کړې وه په همدې ذکر شوي ترتيب ځانونه په مجاهدينو پورې وتړل او تر اوسه غږ پورته کوي چې ګوندې دوی هم په جهاد کښې سهيم شوي دي.

د واقعي مسلمانانو اصلي او اسلامي مبارزه خو دې دپاره پيل شوې وه چې هر ډول کفري نظام ته په افغانستان کې ځای ور نه کړل شي او ومو ليدل چې همدغه مبارز مسلمانان په ظاهرشاهي او داودي وختو کې سخت سپک شول او وځوريدل بيا هم کله چې مفسدو عناصرو د ملحدانو په مقابل کې د دوی بری او مقاومت وليد د جهاد د پردې لاندې هغه عناصرو ځانونه پټ کړل چې غربي نظام ته په اسلامي نظام باندې برتری ورکوي او وضعي قوانينو ته د اسلام په نسبت په درنه سترګه ګوري.

نن مونږ وينو او ګورو هغه مردود افغانان چې د شرافت او افغاني غيرت پر ضد يې خويندې لوڼه په غرب او امريکا کې د شرعي حجاب خلاف ژوند کوي هم د دې مدعيان دي چې دوی په اسلامي جهاد کې برخي اخستی ده او همدغه عناصر دي چې نه پرېږدي په يوه اسلامي طريقه افغانستان کې د اسلامي حکومت مشر جوړ شي دغه شانې عناصر دي چې نن شرقي او غربي استعمار ورڅخه استفاده کوي او د اسلامي نظام پر ضد يې لوبوي دا لا څه چې پخپله په مشهورو جهادي تنظيمونو کې هم داسې د جهاد مدعيان شته چې د شرعي پردې پروا نه لري دين او ديني احکامو ته سپک ګوري او د سياستمدار په نوم ناوړه او غير اسلامي طرحې رامنځته کوي.

دې سره سره په هغو اسلامي پرګڼو کې چې مونږ سره يې د اسلام په نوم ملاتړ کړی هم داسې عناصر شته چې نه غواړي دا مسلمان مجاهد ملت يو واقعي اسلامي حکومت جوړ کړي.

دې ته ضرورت نه وينم چې دغه شان د اسلامي حکومت د جوړولو تر منځ خنډ شوي افراد يا ډلې په ګوته کړم خو د ملحدانو سره سازشونه او د نجيب سره د راز شريکولو او مذاکرې او د انتخاباتو لپاره د موجوده اسلامي طرحې پر ضد د يوې او بلې خوا څخه د غږونو پورته کيدل ځما د دې ادعاوو واضح دلايل دی ځکه نو دغه شانې عناصرو د توحيد څخه او په يوه اسلامي طرحه يې د متفق کيدو څخه مايوس شوم او په دې مي تصفيه نه شي تر څو صرف د لوی خدای لپاره د خدای په لاره جهاد را منځته نشي امکان نه لري چې د يو نيم مليون شهيدانو ويني ضايع نه شي ځکه نو يو ځل بيا جهادي سنګر ته شوم او دا مې فيصله وکړه چې همدغه ډول مجاهدينو د جوړولو لپاره به داسې هلې ځلې کوم.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x