ويرژن هلمند..د نوې جګړې پيل

لیکوال: لطف الله خیرخوا

کالم: نکات

بوش رښتيا ویلي وو : څوک چې موږ سره نه دی، زموږ دښمن دی. رښتيا ځکه وو، چې درېيمه لار نه شته. هغه مبادي او نظريه درلوده، هدف يې درلود، مېتود او لار يې درلوده، فکري طراز او ليدلوری يې درلود، همدا يو جهت و، طرف و او تر هر بريده لاړ..خپل کار او هدف کې يې مصلحت، منځلاري، معامله او دورنګي نه منله. بناءً، رښتيا يې ويلي وو : «دا صليبي جګړه ده».

مقابل لوری دا د ارزښتونو، زرين تاريخ او اصيل ثقافت ترجمان ملت و. ودرېد..کلک شو..ځکه چې ټينګار و..اراده وه..وفاء وه..سرښندنه وه، جرئت و، بريد او پرېکنده ګوزار و..هډ مات شو..تن ټپي شو..رګ فواره شو..خو شمله نېغه او توغ رپاند پاتې شو..غوښې خاورې او هډونه ايرې شول، خو تاريخ وساتل شو..ثقافت ونه شړېد..په همغه تاريخ او همغه ثقافت لار تعقيب شوه..دښمن حوصله وبايلله، مات شو او دا دی، له مخې لرې شو.. له ډغرې ووت..سترګې يې د مخامخ کېدو زور او شيمه نه لري، بلکې بيخي نه ده ورپاتې..خپله نه رادرومي، له سلو شګلنو دېوالونو هاخوا…تل خونه کې او تياره کې او له هر چا پټ خپله نوې جګړه پيلوي..بلکې پيل ده..په وينو کې لتاړ «سنګين» هلمند..درواخلئ، د نوې جګړې ښکاره بېلګه…

وګورئ! دغه چې ځان «ملي» بولي..دغه چې د دې خاورې دعوه لري..له هاغه څه توپير لري؟ چې وايي : څوک چې موږ سره نه دی، زموږ دښمن دی.

دوی په هماغه فلسفه او هماغه هوډ جګړه پيل کړه. دا يو سيده او ښکاره پيغام و، چې دا بريد د هماغې جګړې امتداد دی او جدي خبرتيا وه، چې پام! جګړه پای ته نه ده رسېدلې، بلکې..جګړه اوس پيل شوه. هغه چې پرون يوازې په نه همهغږۍ دښمن و، نن هم په همغه دليل دښمن دی، همغه لار تعقيب ده.

د فکر لارويو هر وخت غږ کړی، چې نه جګړه دا ډول پای ته رسيږي او نه سوبه دا ډول لاس ته راځي. دښمن وګورئ، يوازې څېره بدلوي، مګر عقيده همغه ده، فکر همغه دی، لار همغه ده، وسايل همغه دي، قومنده همغه ده او کار همغه دی، بلکې له تېره ډېر دی، سخت دی، بتر دی او …

څېره مهمه نه ده. عقيده او فکر مهم دي، طرز و لار مهمه ده. د هر کار و هڅې تر شا چې دا عقيده او فکر وي، هغه لرې کول په کار دي، ريشه کني يې په کار ده، په هماغه حکم او فتوی يې مقابله په کار ده، چې د جګړې مؤسسين يې له ډاره زاره چاودي شول، وتښتېدل او له مخامخېدو په شا شول.

دلته د ژوند او شپو اراده نه لري

دوی چې دغسې وينې بهوي، غوښې څيري، هډونه ماتوي، خوښۍ په ماتم بدلوي، ښيي چې دا خلک د دوی نه دي، دا خلک بايد ووژل شي، ځکه چې اقلا له دوی سره نه دي نو بايد په هماغه زاړه دليل وځپل شي. دا هم ښيي چې دا خلک دلته د شپو او ژوند اراده نه لري، ځکه چې څوک چرته پاتې کيږي، څوک چې چرته د ژوند اراده لري، هغه ځای کې پت نه پرې کوي!

دوی د دښمنۍ تر اخر بريده لاړل. «ولس» يا «ملت» او ورته مفاهيم يوازې د جګړې د ګټلو لپاره کاروي. بيخي به پر ځای وي، که ووايو چې دوی اصلا دا ډول مفاهيم نه پېژني، پوهېدل پرې لرې خبره ده، ځکه چې څوک د داسې خپلوۍ قايل وي، چې د ارزښتونو، رښتيني، بې شايبې او روڼ تاريخ وثقافت په پخو او زرينو پولادي تارونو نښتې وي، هغه دا ډول خپلوي، دا ډول نه پرې کوي.

که ووايو چې دوی له موږه په خپله خبره کې رښتيني دي، هم بې ځايه نه ده، ځکه چې موږ د خپل فکر وعقيدي پر بنسټ په نيمه هم د دا ډول مقاطعې قايل نه يو. دوی چې موږ سره دا ډول مقاطعه اعلانوي، لکه سنګين هلمند چې يې د يوې بې رحمه مقاطعې په حکم په هغه تېز رنګې بېباکه چنګېزۍ څپېړې وواژه، موږ کله دوی سره، د دوی خواږو سره، د دوی پلويانو سره او د دوی خوشبينو سره هغه د راشه درشه مقاطعه هم کړې؟

دا یو درس دی او چې له قرآن و سنته مو زده نه کړ، نو نن به يې له ټپي هلمنده زده کوو، خو په دې توپير چې دا به د مجبورۍ زده کړه وي، ګنې ولې به دا جګړه دومره اوږدېدله چې تر دې بريده راورسيږي؟

ولې به دومره پراخېدله چې ديارلس کاله وروسته او هغه مهال چې دښمن ظاهرا د تېښتې لار اختياروي بيا هم داسې ګوزار راسم شو، چې ان د دې جګړې د هغه تاوده باد موسم يې هم شاهد نه و؟

موږ مقاطه ونه کړه، موږ «شامل» يرغل په خپل خام فکر تقسيم کړ، چې نه قابلِ تقسيم و، نه هم په هيڅ جزء کې قابلِ قبول ، ځکه خو؛ د دې پر ځای چې شامل يرغل په ورته شاملې دفاع ووهو، په يو وار يې مات کړو، د امتداد، سختېدو، بدلېدو او تازه کېدو حوصله مو ورکړه…

درځئ! دغه روانه جګړه چې په نوي رنګ له سره پيل شوه، د يوې شاملې دفاع په هوډ په شامل اقدام بدل کړو، ګني سنګين هلمند به مو ونه بښي او تر دې زر واره سختې او بدې به راپېښې شي!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د