نظــر

حقيقي مجاهد څوک دی او څه بايد وکړي؟ (۲)

ليکوال: مولوي محمد يونس خالص (رحمه الله)

د نشر نيټه: ۱۳۶۹ کال د جدي لمړۍ

د عملي جهاد کړنلاره

مونږ باید درک کړو چې کوم ډول جهاد کول په کار دي تر څو له یوې خوا ملحد رژیم ته ماتې ورکړای شو او له بلې خوا یو اسلامي حکومت يې پر ځای قایم کړو.

کوم وخت چې روسان په افغانستان راولوېدل سره له دې چې مونږ سره نه پوره او اصیله اسلحه موجوده وه او نه مو زیات ملګري درلودل خو ومو کولای شول او لوی خدای په دې موفق کړوچې د خوګیاڼو ولسوالۍ فتحه کړو او ورپسي زر تر زره د اګام علاقه داري، د چپرهار علاقه داري او د ده بالا ولسوالي هم قبضه کړو ددې فتوحاتو علت دا و چې مونږ سره جهاد دا معنی درلوده چې د لوی خدای دا مظلوم بندګان د ظالمانو د پنجو څخه بچ کړو هغه لاره چې انسان انساني کمال ته رسوي ( اسلام ) په دی مسلمان ملت کې رائجه شي او د اسلام خلاف قوانین چې بنده د بنده غلام ګرځوي او روسان او د هغوی مزدوران غواړي جبراً يې په دې مسلمان ملت تحمیل کړي وغندو او طرفداران يې ور مات کړو.

مونږ باور درلود چې زمونږ د کامیابۍ او ناکامۍ واکدار یوازې لوی خدای دی او تر کومې اندازې چې پخپلو عملونو ویناوو او فکرونو کې د لوی خدای د احکامو خیال وساتو او واقعاً د دې سپیڅلي دین مرسته وکړو هومره به لوی خدای زمونږ مرسته کوي همدغه وجه وه چې نه په خوګیاڼو، اګام، چپرهار او ده بالا کښې مجاهدو د مسلمانو مالونه چور کړل او نه خو یې د چا ابرو ته سپک کتلي او یا يې نا حقه وینه تویه کړې ده د غنيمتونو په برخه کې پوره احتیاط کېده او همدغه وجه وه چې له یوې خوا په سيمه کې کاملاً امنیت موجود شو بدو خلکو هم نېکو کارونو ته مخه کړه او جهادي صفونه زرتر زره د زیاتو نه زیات شول.
کوم دولتونه چې په افغانستان باندې د روسانو د قبضې کولو څخه په وېره کې وو دا امید ورسره پیدا شو چې دا مجاهد ملت که څه هم کم قوته ښکاري خو هومره عزم او ایمان لري چې روسانو ته ماتې ورکولای شي ځکه یې نو په دفاعي اسلحو بې د کوم قید او شرط څخه دغه د حق د لارې مجاهدین څه نا څه سمبال کړل.

روسانو چې څومره هلې ځلې وکړې ويې نشو کړای چې د توری په زور په دې هیواد کې کراري راولي او د وینو د تویدلو مخه ونیسي تر څو بالاخره په خپله د روسانو مشر د افغانستان قضیه هغه ناسور زخم وباله چې وینه ترې څاڅي او په نتیجه کې روسان دې ته مجبور شول چې خپلې ظالمي لښکرې په شا کړي خو متاسفانه د بشري مرستو او نورو موادو را رسېدلو ځینو بدبختانو ته امیدونه ورکړل چې ګوندې د حزب او حزب بازۍ له لارې به د افغانستان د حکومت چوکۍ تر لاسه کړي او د همدې له پاره يې له یوې خوا د خپلې ډلې د زیاتولو لپاره هر کس او نا کس ته وسله ورکړه چې ددې عمل څخه دښمن هم استفاده وکړه او خپل مزدوران يې د مجاهدینو په نوم په جهادي صفونو کښې ور دننه کړل ( لکه په خپله میرکي جنرال چې په دې اعتراف وکړ چې دوی په مسلمانانو کښې شل زره جاسوسان ځای پر ځای کړي دي ) او له بلې خوا د چوکۍ او مشرتابه د ګټلو حرص دا مجاهد تنظیمونه دې ته پرې نه ښودل چې یو لاس شي او د یوه قیادت لاندې په اسلامي لاره جهاد ته ادامه ورکړي تر څو د روسانو د مزدور ملحد رژیم ټغر ورټول شي دغه وجه ده چې تر اوسه پورې مرتد عناصر د روسانو له خوا په مکمله توګه حمایه کېږي او ګورو چې هره ورځ مسلمانان څومره تلفات ورکوي دا چې هر ډول عناصر په تنظیمونو کې ومنل شول او لا د عفوې په نوم په سلو کښې سل مرتد عناصر هم ځینو تنظیمونو وپالل دا نتیجه یې ورکړه چې صفونه یې منحرف کړل پخپلو منځو کې ځای په ځای د ذات البیني شخړو اورونه بل شول او د منطقه ګیرۍ احساس یو تر بله سره دښمنان کړل او ډیرې فتحه شوې سيمې تالا والا شوې د مظلومو مسلمانانو ابرو تالا شوې او د تش په نوم جهادي ځینو فاسدو عناصرو له خوا د مسلمانانو سره هغه لوبې وشوې چه د روسانو له خوا ورباندې نه وې شوې حال دا چې دغه ډول عناصر نه مجاهدین بللی شي او نه د جهاد لپاره ګټه لري او په نتیجه کې يې د مجاهدینو نوم هومره سپک کړ چې عمومي نفرت ورڅخه نژدې دی چې را پیدا شي.

مونږ د محترمو مشرانو سره وخت په وخت موضوع مطرح کړه خو ومو لیدل چې هغوی وار په وار د زعامت په مینه داسی طرحې را وړاندې کړې چې په اصطلاح د دوی لپاره په کې چانس موجود و.

تر څو مو بالاخره یو مؤقت رئیس او حکومت جوړ کړ خو چې د ځینو یارانو ارمان ( مشرتوب ) پکښې تر سره نه شو دغه مؤقت حکومت ته یې ددې پر ځای چه خدمت کړی وای او په پښو یې درولای وای سخت ټکانونه يې ورکړل او وې غوښتل چې له پښو یې وغورځوي.

همدغه شان د حکومت د بقا لپاره بې هدفه هلې ځلی پیل شوې او ګورو چه داسې مفسد عناصر هم پکې مؤظف شول چې سړی ورته دداسې خلکو با وجود یو اسلامي حکومت نه شي ویلای ځکه نو مونږ وغوښتل د هر ولایت مجاهدین داسې منظم کړو چې د نا منلو عناصرو څخه یې صفوف پاک کړو او ددې جوګه شي چې د ښارونو امنیت وساتي او د یو اسلامي حکومت ستنې شي.

ددې کار د سر ته رسولو لپاره مو اراده کړې د یوې جلا لائحې او مقرراتو سره سم په هره سيمه کښې د ( اسلامی لښکر ) په نوم غونډونه تشکیل کړو او هغه مجاهد وروڼه چې غواړي واقعاً د خدای د حکم لپاره قرباني ورکړي په دې غونډونو کې د دیني او نظامي تربيې لاندې ونيسو او مجاهدین داسې منظم کړو چې له یوې خوا د خبیثو عناصرو څخه تر وسې وسې تصفیه شي او له بلې خوا دې ته حاضر شي چې په هره سيمه کې جهاد کولو ته ورشي البته ددې پروګرام تر مخې ممکن ځینې مفسد خلک په مختلفو وسایلو خنډونه را پیدا کړي او داسې انتباه ورکړي چې ګوندې دا تنظیم په کومه داسې لاره تعقیب کړي چې نور ور څخه متضرر شي، ځکه نو خپله خط مشې په لاندی ډول بیانوو.

نور بیا…….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x