افغانستان

رسمي سرچیني: د بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې ۱۲ تنه طالبان وژل شوي دي

4american-troops-afghanistanنن ټکی اسیا: د کندهار ولایت په خاکریز او غزني ولایت د قرباغ په ولسوالیو کې د بهرنيو ځواکونو په بمباریو د ۱۲ تنو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړه شوی دی.

د کندهار ولایت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي تیره ورځ د دې ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو الوتکو بمباری وکړي، چي په کښي ۶ تنه مخالفین ووژل شول.

بلي خواته به غزني کي د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ویلي چي تیره شپه ددوی بې پلوټه الوتکو ۶ تنه مخالفین په داسي مهال کشف کړه، چي ماینونه يې ښخه ول، چي هغوی بیا په نښه شول، او ووژل شوه.

تر اوسه پوري طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، او د رسمي سرچینو څخه پرته نورو سرچینو ددې خبرونو تصدیق نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x