نظــر

راځئ د سنګین خونړۍ پېښه نور هیره کړو؛ یادول يې فایده نه کوي

لیکوال: نظرمحمد مطمئن

يوه پېښه وه تیره شوه، د نورو پېښو په ډول به دا هم هیره شې، يواځی ۴۰ ملکیان چې ډیری يې ښځې او ماشومان ؤ ووژل شول او تر ۱۰۰ پوري زخمیان شول، نور هیڅ هم نه دي شوي، سنګین خو د جنګ سېمه ده، دا خو دومره لویه مرګ ژوبله نه ده، بس يوه خطاء وه، تېروتنه وه، عسکرو فکر کاوی چې دلته به طالبان وي، هغوئ فکر کاؤ چې دا خلک هم د طالبانو پلویان دی خیر که ووژل شي پرواه يې نشته.

څیړنه به ؤشي، پلاوي به ولاړ شي، بیا به د شهیدانو وارثینو ته في نفر يولک افغانۍ او د زخمیانو وارثينو ته في نفر ۵۰ زره افغانۍ ورکول شي، د هلمند خلک په حج ډیر خوشاله کيږي، ولسمشر غني به د حج وعده هم ورسره وکړي چې د متضرره شویو کورنيو يو یا دوه تنه حج ته لیږم، زوم او ناوي به هم حج ته ولیږم، که هغوئ ژوندي پاتي شول.

بیا به د دولت وکیلان متضرر شويو ته دوه درې میاشتي وروسته ووايې چې عسکرو په خطايې کي د هاوان ډزې کړي وي، تاسي يې وبخښئ، ستاسي خلک خو هسې هم نه راژوندی کيږي، اوس خو وژل شوې، د هغوئ شهادت مه ورخرابوئ، والي صاحب، ولسوال صاحب او په نوم پيرصاحب او نور به ورسره کینوي، کابل ته به یې راوغواړي، ارګ ته به يې ننباسي، بس نور به خبره خلاصه شي.

هغه رسنۍ چې په دي پېښه ډیر سر نه خوږوي هغوئ ته داخبرې معلومې دي، ځکه خو يې د هلمند ۴۰ تنه شهیدان د کابل په يوه نفر هم نه حسابوي، که په کابل کې يو نفر د ملي اردو یا وسلوالو طالبانو له خوا ووژل شي، بیا نو ددوئ د شپې او ورځې د خبرونو او سیاسي میزونو بحثونه وګورئ چئ قیامت به جوړ کړي، پام چې ملي اردو او يا وسلوال طالبان کوم ژورنالسټ ونه وژنۍ بیا خو رسنۍ د وژل شوې تن کورته هم ورځي، د هغه له سپین سرې مور او دهغه له میرمني او دهغه له ماشومانو سره هم خبرې کوی، هغوئ ته وايې چې په ژړغوني حالت کې خبرې کوئ چې د خلکو توجه درته واوړي.

رسنۍ ملامتې نه دي، دفترونه يې په کابل کې دی، اړتیا هم نشته چې د سنګین متضرره شوې کلي ته څوک واستوي، بهانه يې جوړه ده چې امنیت خراب دی، که څه هم دواړو لورو (افغان دولت او وسلوالو طالبانو) ورته د امنیت او خوندي تګ اطمنان ورکړي.

رسنۍ يوه بله ستونزه هم په دي ورځو کې لري، د ( نی ) ادارې له ټولو رسنيو غوښتې چې د وسلوالو طالبانو خبرې نشر نه کړی، دا ډول د اطلاعاتو فرهنګ وزرارت هم له رسنیو څخه غوښتي چې د امنيتې ځواکونو په اړه مثبت څرګندوني ولري، او منفي څرګندونی ونه کړي، او د امنیتې ځواکونو د مورال د لوړولو په موخه ګردې میزونه جوړ کړي.

هو! موږ د رسنيو په مجبوریتونو پوهیږي، او د نی په خبره که اوس رسنۍ همدا خبره په سم ډول خلکو ته ورسوي چې د هاوان مرمۍ د ملي اردو له پوستو د واده پر ګډونوالو ور ویشتل شوې، یو خو د ملي اردو پکې تاوان دی بل لورته وسلوالو طالبانو ته ګټه پکې رسیږي، نو ښه داده چې لنډ اعلان او خبر يې خپور شي، که ممکن ؤ د پيښې پړه پر طالبانو واچول شي او که هیڅ ممکن نه وه چې طالبان پرې پړه وبلل شي بیا نو خبر او راپور باید مجهول جوړ شي چې خلک ونه پوهیږي چې د هاوان ډزې کوم لوري کړي، او له دي سره سره په هر خبر او راپور کې باید دا خبره ذکر شي چې په همدې سېمه کې د وسلوالو طالبانو اوافغان امنیتې ځواکونو تر منځ جګړه روانه وه، که څه هم هلته هیڅ جګړه نه وي شوې، مګر ددغه ټکو ذکر کول لازمي دی.

پرون ورځ ښه داوه چې نړیوالو پښتو ژبو رسنیو بي بي سي، امریکا ږغ او ازادي راډيو نسبتاُ حقیقت ته نږدې راپورونه خپاره کړل، او په لیري پرتو سېمو کې خلک همدغه يادي راډیو ګاني اوري، بلا دي د کابل د ټلویزونو پر پردو او پروګرامونو شي، والله که ما هم کوم ټلویزون د همدې سنګین د پېښې په اړه د خبر او راپور له پاره نیولي وي، نو بیا به د دهلمند خلک چیرته ستاسي دغه يوطرفه ټلویزونوته ناست وي، او ستاسي پر راپورونو به باور ولري، هو د کابل د خلکو له پاره چې هرڅه نشروئ، نشر يې کړئ.
ولي داخبره هم نه ده سمه چې په کابل کې ټول ټلویزونونه له يوه سره د افغان ولس د غوښتنو په خلاف خپرونې کوي، شته داسي ځينې ټلویزونونه چې پر خپل ولس او خپلو خلکو يې زړه دردیږي، له مجبوریتونو سره سره ځینې حقایق هم خپروې.

افغان ولس له ټولو هغو لیکوالانو، ژورنالسټانو، بريښنايې پاڼو، ږغیږو او انځوریزو رسنیو مننه کوي چې د سنګین د مظلومو شهیدانو او زخمیانو چې ډیری یې ماشومان او میرمنې دي حقیقي او حقیقت ته نږدې تصویر يې تر نورو ورساوی.

ډاډه یم چې کله پرون د ناټو د نوي حمایوي ماموریت غونډه وه، همهغه غونډه ولسمشر او اجرایوي رئیس ته تر دي ډیره مهمه وه چې د سنګین د ډلئېزې وژني په اړه معلومات ځانته وکړي، او په دي اړه د ریښتوني پلټنې امر او د مجرمینو د نیولو له پاره لازم اوامر او لارښووني وکړي.

او په دي امید او هیله چې يوه ورځ داسي غمخور پاچا ولرو چې د خپل مظلوم ولس د مظلومیت پوښتنه وکړي.
څوک به وي چې دهغې کورنۍ پوښتنه وکړي چې د زوم او ناوي د زخمي کیدو په ګډون يې د کورنۍ ۱۵ تنه د سنګین په خونړۍ پېښه کې شهیدان شوې وي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x