یو بهرنی عسکر، یو اربکی ووژل شوه، او ۲ تنه پولیس ټپيان شوه
نن ټکی آسیا: د تفصیلاتو سره سم تیره شپه د جوزجان ولایت په قوشتیبه ولسوالۍ کې د نو اباد په سیمه کې نا معلومو وسلوالو د عبد الحکیم په نوم پر یو تن اربکی ډزي وکړي، چي له کبله يې نومړي ځای پر ځای ووژل شو.
او په بل خبر کې نن د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر په کابل کې اعلان وکړ چي نن د افغانستان په ختیځه کې ددوی یو تن عسکر د ماین چاودني له کبله ووژل شو.
هغوی د پيښي دقیق ځای او د عسکر نه دی څرګند کړی.
باید وویل چي دا دوهم عسکر دی، چي په روانه میلادي میاشت کې بهرنيان وژل مني.
په یوه بل خبر کې چي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا د یو خبرپاڼي په ترڅ کې ورکول شوی دی، ویل شوي چي نن د خوست ولایت د مرکزي ښار د دوهمي امنیتي حوزې اړوند د متون په سیمه کې د مخالفینو له خوا یو ځای پر ځای شوی ماین وچاودید، چي له کبله يې دوه تنه پولیس او یو ملکي کس ټپيان شول.
تر اوسه پوري طالبانو د پورته پيښو په اړه هیڅ هم نه دي ویلي.