افغانستان

د سنګین په پېښه کې ټپي شوې ناوې په شهادت ورسېده

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): شېبه وړاندې په هلمند کې د نن ټکي اسیا همکار خبر راکړ چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ملي اردو لخوا پر واده راکټي برید له امله ټپي شوې ناوې په شهادت ورسېده.

زموږ خبریال له قوله  د دولت او ملي اردو پر ضد لاریون لا هم دوام لري او د ناوې د شهادت وروسته د هلمند ولسي وګړي نور هم پاریدلي دي.

هغه وايي چې ناوې ته په ځانګړي ډول او د سنګین په پېښه کې په شهادت رسېدلو کسانو ته په عمومي ډول دعا وشوه.

د یادونې وړ ده چې د پنجشنبې پر شپه ملي اردو له څلورو پوستو پر واده د هاوان او راکټونو مرمۍ وتوغولې چې له کبله یې شاوخوا ۵۰ ښځې او ماشومان په شهادت ورسېدل او تر ۷۰ زیات نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Shamsulislam

إنا لله و إنا إليه راجعون
الله دي شهادت ور ته قبوله كري

احمد

سلام عليکم، انا لله و انا اليه راجعون د نن آسيا قدرمنو ورونو، په اسلام کي د يوې نامحرمې ښځي ليدل او کتل منع دي. دغه شهيده خورکه په لوڅ سر په عکس کي انځور سوې ده او تاسو بېله سانسوره دغه عکس خپور کړی دی. ايا دغه شهيده خور به په دې خوشاله وي چي عکس يې د نړۍ تول مسلمان او نامسلمان خلک ګوري؟ د نن ټکی آسيا د خپلو ورونو څخه هيله کوم چي د ښځو د عکسونو د خپرولو په ترڅ کي خپله پاليسي د شريعت سره برابره کړي او ورباندي په کلکه عمل وکړي. په… نور لوستل »

سمسور

انا لله وانا الیه راجعون الله ج دې کورنی اوقریبانو ته صبرجمیل اواجر عظیم نصیب کړي .هلمنده والله چې په غم دې ډېر غمجن یو .

مسلم أحمد‍

د نن ټکې اسیا له ادارې څخه دا غوښتنه لرم چې د زنانه وو د تصویرونو څخه ډډه وکړي

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x