افغانستان

هلمند ولایتي شورا رییس: د هلمند پېښه دستوري ده

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت ولایتي شورا د سنګین ولسوالۍ خونړۍ پېښه اشتباه نه؛ دستوري او له وخته مخکې پلان شوې بولي.

د هلمند د ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل وايي چې ملي اردو په یو وخت کې له څلورو پوستو څخه پر هغه کور چې ښځې او ماشومان په کې د واده په خوښۍ راټول شوي وو د هاوانونو مرمۍ وتوغولې.

«دغه مرمۍ ډيرې سترې دي، دوی له څلورو پوستو څخه همزمانه ۸۵هاوان [غرني هاوانونه]، د هغه کور پر لور چېرې چې ښځې او ماشومان ناست و، وتوغولې، تر دې مهاله ۵۹ کسان شهیدان لرو او تر ۸۰ څخه تر ۹۰ پورې زخمیان لرو چې ځينې یې سخت دي او ځينې یې سرسري زخمیان دي».

د هلمند ولایتي شورا رییس دغه پېښه اشتباه نه بلکې یو «غچ اخېستونکي» پېښه بولي. نوموړی وايي: «زه فکر نه کوم چې دغه پېښه دې اشتباه وي، دا پېښه د هغو معلوماتو پر اساس چې دوی ته ولسي وګړو ویلي، یو غچ اخېستونکي پېښه ده». د ولایتي شورا رييس دا په ډاګه نه کړه چې امنیتي ځواکونه له چا څخه د غچ اخیستو له پاره پر ملکیانو هاونونه توغولي دي.

ښاغلي اتل د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دغه سیمه کې طالبان دي او برید لومړی د طالبانو لخوا پرې شوی او ملي اردو هاوانونه په ځوابي برید کې کړي دي، وویل: «په دې کې شک نشته چې دغه سیمه د طالبانو ده. د سنګین ولسوالۍ ۸۰ فیصده د طالبانو او ۲۰ فیصده د حکومت په ولکه کې ده. د دوی د ولایتي شورا دوه غړي چې یو هم هلمند ولایتي شورا مرستیال او بل د هلمند ولایت ولایتي شورا امنیتي کمېټې رییس دی، سیمې ته نېږدې تللي وو، هلته یې له نېږدې اوضاع کتلې وه، د ولایت مقام هیئت سره چې د والي، ملي امنیت رییس او نور کسان لاړ و، دا هيڅ سم نه دی چې طالبانو پر ملي اردو برید کړی دی».

ښاغلي اتل د دولتي چارواکو لخوا تللی پلاوی هم تر سختو نیوکو لاندې راوست او ويې ویل چې هیئت سیمې ته نه دی تللی بلکې د سیمې څخه ۲۰ کیلومتره لرې په یوه پوځي مرکز ته په چورلکو کې تللي دي: «د هلمند ولایت رهبري ولس خطا باسي، ولس ته په سترګو کې خاورې شیندي».

ولایتي شورا رییس له قوله د کور خلکو ۳ ورځې وړاندې نېږدې ټولو پوستو ته د واده په اړه خبر ورکړی و او په جریان کې يې اچولي وو. نوموړی په دې اړه چې ملي اردو هيڅکله له امر پرته ډز نشي کولای پوښتنه کوي چې څنګه پر یو واده چې ولسي وګړو ورته ۳ ورځې وړاندې خبر هم ورکړی و او په جریان کې یې هم اچولي و، برید وکړ: «ایا دوی سم کوردینات نه لري؟ دا پېښه عادي پېښه نه ده، ملي اردو هيڅ کار د پورته له امر څخه پرته نه کوي؟ نن دی دا پوښتنه کوي چې دوی ته چا اجازت ورکړی؟! یو عادي قومندان څنګه کولای شي چې هاوانونه فایر کړي، عسکر نشي کولای پر لارو د کلاشنکوف مرمۍ فایر کړي، بیا دومره ثقیله وسله څنګه وکارول شوه؟»

د سنګین ولسوالۍ خونړۍ پېښې په اړه یو عیني شاهد چې طلوع نیوز ټلویزیون محمد صدیق ځان معرفي کړی هم دا ردوي چې د سیمې څخه د طالبانو لخوا پرې برید شوی او ملي اردو ځوابي برید کړی و، نوموړی د دغې پېښې جزییات دغسې بیان کړل: «د واده مراسم پر ځای کېدل، ناوې راغله، ښځې او ماشومان ورته راټول شول، نېږدې پوستې پر کور ټکان (ډزې) وکړل. طالب نه په دغه سیمه کې موجود و، نه پرې چا ټکان کړي دي، دا ټول درواغ دي. ټول شهیدان ماشومان او ښځې دي».

که څه هم د هلمند ولایتي او امنیتي چارواکي د سنګین په پېښه کې د شهیدو شوو ښځو او ماشومانو شمېر ۱۷ او ځېنې ۲۱ ښيي خو د ولایتي شورا رییس او د نن ټکي اسیا همکار بیا د شهیدانو شمېر ۵۹ تنه ښيي.

په هلمند کې د نن ټکي اسیا همکار وايي چې ښايي د مرګ – ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ ملي اردو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د څلور پوستو له لوري پر یوه واده د توپونو، هاوانونو او راکټونو برید وکړ چې په ترڅ کې د ناوې، ښځو او ماشومانو په شمول ۵۹ کسان په شهادت ورسېدل او تر ۷۲ زیات ټپیان شول.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې له افغانستانه د ناټو له وتلو یوه ورځ ووځي او جګړه ییز ماموریت په بشپړه توګه دولتي عسکرو ته سپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
raz mohammed mohmend

this is mistake and our mili ordu soulders need to more trining,our personal do not have more exprence,our army are new,
need to do more practice.they made mistake how to fix cordinatore.
our mili urdo personal know public is our peoples they will never do this kind action, i hope to think good,

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x