کنړ: د غازي اباد ولسوال د کرايي په موټر کي سفر کولو، د طالبانو له خوا کشف او ونیول شو
نن ټکی اسیا: د کنړ والي سید فضل الله وحیدي ویلی چي نن د غازي اباد ولسوال مسافر خان قیوم زی د ولایت د مرکز اسعد اباد څخه د غازي اباد ولسوالۍ په لور روان وو، چي د اسمار ولسوالۍ د ډپ خوړ په سیمه کې د وسلوالو له خوا د خپل موټر څخه را ښکته شو، او طالبانو له ځانه سره بوتلو.
والي ویلي چي دهغه د را خلاصولو هیڅي پيل شوي،
او په دې لړ کې دسیمي څو تنه قومي مشران او مخور استول شوي، تر څو نومړی د طالبانو څخه را خلاص کړي.
د ډپ خوړ د سیمي اوسیدونکو چي د پيښي تصدیق يې هم کړی، زیاته کړې، چي ولسوال خپل د ولسوالۍ په لور د کرايي په موټر کي سفر کولو، چي په سیمه کې د طالبانو له خوا کشف سو، او د موتر څخه ښکته شو، او د نامعلومو ځای په لور يې بوتلو.
تر اوسه طالبانو رسما په دې اړه خبر نه دی ورکړی.