افغانستان

همایون: ناټو د شوروي په څېر افغانستان کې ناکام شو

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د ملي اردو ځواکونو د هلمند سنګین ولسوالۍ کې پر واده هاوانونه وتوغول چې د وروستیو راپورونو له مخې د ناوې په ګډون ۵۹تنه شهیدان او ۷۲تنه ټپیان شول.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازی او د جرګې د دفاعي کمېټې رييس، همایون همایون د دې خبرې پخلی کوي چې د ملي اردو ځواکونو پخوا هم پر ولسي وګړو ډزې کړي دي. همایون د بېلګې په توګه د تېرو ټاکنو پر لومړۍ ورځ په خوست کې د یوې پېښې یادونه کوي: «د ټاکنو پر ورځ په خوست ولایت کې همداسې پېښه شوې وه. د ملي اردو د هاوان ډزو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شول. د هاوان مرمیو عکسونه هم ما ترلاسه کړي چې د ملي اردو د هاوان مرمۍ وې او د شهیدانو عکسونه هم راوړل شوي وو».

ښاغلی همایون په ملي اردو کې د روانې ګډوډۍ لامل د حکومت او په ځانګړې ډول په ملي دفاع وزارت کې واکمن فساد بولي: « په اردو کې یو شمېر افراد په مخدره موادو روږدي دي، د یو چا له خوا یې ملاتړ کېږي. د دفاع وزارت ډېری چارواکي داسې خلک وو چې ډېری یې د ده تنظیم پورې تړلي خلک وو چې یوازنۍ موخه یې د پيسو ترلاسه کول دي. ملي اردو ته همدغو کړیو داسې خلک جلب کړل چې دوی په راتلونکی کې د هغوی په واسطه خپل نفوذ وساتي».

د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې رييس وايي، حتا د خوست د والي ساتونکو یو ولسي وګړی وواژه؛ خو چا یې تر اوسه پوښتنه نه کړې. همایون زیاتوي، چې ولس د ګډ حکومت د مشر، اشرف غني له راتګ سره پوښتنه کوي چې بدلون به کله راځي.
ښاغلی همایون همایون ناټو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو په څېر ناکامه بولي: « نن په افغانستان کې د ناټو د ناکامۍ ورځ ده، ناټو لکه شوروي اتحاد په افغانستان کې ناکام شو، ناټو د خپلو درېوو شعارونو پر ځای موږ ته بدبختي پرېښوده. اردو یې تجهیز نه کړه، ویې نه روزله، موږ یې په جنګ اخته کړو. دا هم نه ده معلومه چې د سنګین پېښه د ملي اردو له خوا شوې که له پاسه په کوم څه شي ويشتل شوې».

همایون په ګډ حکومت کې واکمن انارشېزم تر سختو نیوکو لاندې نیسي: «له بده مرغه په افغانستان پارلمان ناکام دی، دفاعي کمېسیون ناکام دی، داخلي امنیت کمېسیون ناکام دی. پخواني ولسمشر هېڅ نه کول؛ خو نوي حکومت کې بیا هم هماغه پخوانۍ کړۍ حاکمې دي، نه پرېږدي چې کابینه معرفي شي، هڅه کوي چې بیا هم مفسد خلک راشي. ولسمشر غواړي ژر کابینه اعلان کړي، خو دغه مفسدې کړۍ غواړي چې بیا خپل مفسد خلک داخل کړي». که څه هم همایون همایون ښکاره نه کړه چې څوک د اشرف غني د کار خنډ کېږي؛ خو ښکاري چې موخه یې د ګډ حکومت شریک، اجراییه رييس عبدالله عبدالله و. د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې رييس په سنګین کې د ملي اردو وروستیو ډزې تر پوښتنې لاندې راولي: « که طالب د واده له شاوخوا ځایونو څخه پر ملي اردو ډزې کوي، ایا اردو حق لري چې پر دوی بېرته ډزې وکړي؟!»

ښاغلي همایون همایون ان د ځان د امنیت په تړاو اندېښنه وښودله: « نبیل [د ملي امنیت سرپرست] زما تیلیفون ته ځواب نه راکوي، اتمر ته مې مسج ورکړی دی، که څه پېښه وشوه، مسئولیت به یې ستاسو پر غاړه وي». همایون د اوسني حکومت پر ضد له طالبانو سره یو ځای کېدا رد نه کړه: « ښه به دا وي چې موږ ټول طالبانو سره شو او د دې مفسد نظام پر ضد مبارزه وکړو».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x