
هلمندیانو د لاریونونو د غځولو ګواښ کړی
نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولس د ملي اردو لخوا پر واده د راکټونو او هاوانونو برید چې له امله یې ۵۹ ښځې او ماشومان شهیدان شوي او تر ۷۲ زیات ټپیان شوي دي، قهرولي دي او لارو سرکونو ته راوتي دي.
د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه څخه د نن ټکي اسیا خبریال په خپل راپور کې وايي چې سلګونو مظاهرهچیان د ولایت مقام مخې ته ناست دي او لاریون ته دوام ورکوي.
د لاریون برخهوالو چې یو شمېر هلمندي او نور چارواکي هم په کې دي، د هلمند خونړۍ پېښه په کلکو ټکو غندلې او عاملینو ته د اشد مجازات غوښتنه کړې.
د مشرانو جرګې غړي ډاکتر زلمي زابلي او نور چارواکو د ملي اردو پر ضد دغه لاریون ته په ویناوو کې وویل چې تر هغه د ګډ حکومت ولسمشر ډاکتر اشرف غني نه وي ورغلی دوی به مظاهرو ته دوام ورکړي.

دوی ګواښ کړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، شهیدان به ولایت ته راوړي او تر هغه به یې خښ نه کړي څو غوښتنې یې ومنل شي او عاملین اشد مجازات شي.
راپور زیاتوي چې د لاریون برخهوالو د دولت پر ضد شعارونه ورکول او د تکبیر نارې يې وهلې. «ځينو کسانو کوښښ کاوه سپین بیرغونه چې د مسلمانانو لومړی بیرغ بلل کیږي له ځانه سره مظاهرې ته ویسي خو د چارواکو لخوا منع شول.»
د سنګین د پېښې د ویرجنې پېښې له کبله ددغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار بازار تړل شوی ، او ځايي اوسیدونکو ګواښ کاوه چې تر هغه د هلمند والي استعفا ورنه کړي دوی به لاریون ته دوام ورکړي. دوی په خپلو شعارونو کې ویل چې د سنګین د ولس سره اوږه پر اوږه ولاړ دي او که اړتیا پېښه شوه، قربانۍ ته هم تیار دي.

نني لاریون ته چې لا هم دوام لري د مشرانو جرګې بل غړي هاشم الکوزي په خپلو څرګندونو کې وویل چې سنګین ولسوالۍ څخه دې د ملي اردو عسکر وویستل شي او طالبانو ته دې وسپارل شي.
د سنګین ولسوالۍ په اړه د هلمند ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل ویلي چې طالبان ددغې ولسوالۍ پر ۸۰ سلنه سیمه واکمن دي او دولت ایله ۲۰ سلنه سیمه تر خپل واک لاندې لري.
که څه هم د هلمند ولایتي چارواکي ادعا کوي چې سیمې ته نېږدې ورغلي دي خو د نن ټکي اسیا خبریال او د هلمند ولایتي شورا رییس دا ردوي او وايي چې دوی د سیمې څخه لرې یوې پوستې ته په چورلکو کې ورغلي او د سیمې د خلکو څخه يې غوښتي چې هلته شهیدان او ټپیان وروړي.
د ولایتي شورا رییس محمدکریم اتل دغه کار «ولس ته په سترګو کې خاورې اچول» ګڼي او وايي چې «د هلمند ولایت رهبري ولس خطا باسي».

دولتي چارواکو ددغې خونړۍ پېښې د څېړنو امر او د ۶ عسکرو د نیولو خبر ورکړی دی خو ولسي وګړي او په ټولنیزو پاڼو کې مدني فعالان غوښتنه کوي چې د ملي اردو هغه عسکر چې د هلمند د واده په مراسمو کې يې تقریبا ۱۰۰ تنه بې ګناه ملکي خلک شهیدان او زخمیان کړي، داسې د اعدام په رسۍ راوځړول شي لکه د پغمان د پیښې عاملین چې په دار وځړول شول.