افغانستان

د جولايي په لومړی نیټه لومړی بهرنی عسکر د افغانستان په جنوب کي ووژل شو

injured_us_armyنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوب کې د بهرنیو عسکرو یو تن سرتیری د ماین په چاودنه کي ووژل شو.

په کابل کې د بهرني ځواکونو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چي تیره ورځ د افغانستان په جنوب کې ددوی یو تن عسکر د ماین په چاودنه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی.

هغوی د عسکر هویت او دپيښي دقیق ځای نه دی په نښه کړی،

خو طالبانو تیره ورځ د هلمند او کندهار په ډیرو سیمو کې دداسي پيښي خبرونه ورکړي، چي د ډیرو بهرنیانو د مرګ ژوبلي خبرهم ورسره ورکړل شوی.

باید وویل شي په روانه میلادني میاشت جولايي کي دا لومړی عسکر دی چي بهرني ځواکونه يې وژل مني، او د کال د لومړی ورځي څخه يې تر اوسه د ۲۸۲ عسکرو وژل منلي، چي زیاتره يې امریکايي عسکر دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x