نظــر

آه د سنگين ناوه کۍ!

لیکوال: لمر شرفزی

آه د سنگين ناوه کۍ!

ته غوږ شه زه ستا په څېر د یوې بلې معصومې ناوه کۍ کیسه درته کوم:

ماته یاد دي، چې چورلکه د جلال اباد د هسکې مېنې په غرونو کې د کمالې د کلي په سر د واده په ډولۍ راوگرځيده او د غره په غاړه کې د واده له ډولۍ سره د ناوې همزولو پېغلو، ماشومانو او ښځو اسمان ته وکتل. ټولو چورلکې ته کتل، چورلکه بېرته را وگرځيده او چې د ناوې د ډولۍ سر ته راورسیده، نو له خېټې سره یې سپین پړک شو او ورسره غبرگ د کمالې د کلي په لمن کې د ناوې د همزولو پېغلو، ماشومانو او ښځو جسدونه هوا ته پورته شول. د چورلکې له خېټې بل سپین پړک ووت او ورسره د ناوې د ډولۍ په اوږه کړو د څو گامه مخکې روانو ځوانانو او سپین ږیرو جسدونه هره خوا ولویدل.

آه د سنگين ناوه کۍ!

چورلکه د غره په ډډه بېرته راتاو شوه او بیا لاړه، خو د کمالې د کلي د غره په غاړه کې د واده د زلمي کور ته د روانې ډولۍ ترڅنگ د مسکاو او خوښیو فضا زگیرویو او وینو ونیوه او هر لور ته د معصومو جسدونو ټوټې پرتې وې. د څو ماشومانو غږونه اوریدل کیدل، چې “ادې، ادې” نارې یې وهلې او د څو پېغلو له خولو د “اخ مړه شوم” غږونو څو شېبې په فضا کې ونیوې.

آه د سنگين ناوه کۍ!

هغه ستا په څېر د راتلونکي ژوند لپاره د ډېرو ښایسته خوبونو لیدونکې معصومې ناوه کۍ په خوله کې غږ نه و او هلته لرې څو ټوټې پرته وه، هر لوري ته د ښځو او ځوانانو جسدونو شټنکې وهلې او د معصومو ماشومانو او ښځو د بدن ټوټې پاس په ونو کې نښتې وې.

شېبه وروسته چې د کلي خلک د شټیدونکو جسدونو ځای ته را ورسیدل، نو د معصومې ناوه کۍ د بدن له غوښو نری سپین لوگی پورته کیدو او د غره له غاړې ښکته د روانو وینو یوه لښتي د روانو اوبو په څېر اواز کاوه.

هر چا د خپل ماشوم زوی لټه کوله، هر چا د خپلې پیغلې خور جسد لټاوه، هر چا د خپل سین ږیري پلار لټه کوله او هر چا د خپلې سپین سرې مور جسد لټاوه؛ خو ډېر لږ کسان بختور وو، چې د خپلې مور، زوی، ورور، پلار او یا خور په جسد کې یې ساه پیدا کړه او په بیړه یې روغتون ته یوړل.

آه د سنگين ناوه کۍ!

ته خو بختوره وې، چې پر تا د راغلي ناورین وروسته دې هم یوه ورځ ژوند وکړای شو او کوم چا د ترهگر نوم درنکړ، خو د کمالې د کلي په لمن کې د شهیدې شوې ناوه کۍ، پېغلو، ماشومانو او ښځو جسدونه لا راټول شوي نه وو، چې له راډيوگانو خبر خپور شو: “د جلال اباد د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې له ۵۰ زیات ترهگر ووژل شول”.

آه د سنگين ناوه کۍ!

هغه شپې د ویر شپې وې، هغه شپې په اوښکو بدرگه کیدې، هغه شپې په ویخه تېریدې، په هغې شپو کې د معصومو ماشومانو او ښځو په وینو لړلې د ژوند وروستۍ سلگۍ د هر چا مخې ته ولاړې وې او په هغې شپو کې هغې عکس له سترگو لپه لپه اوښکې وبهولې، چې د واده زلمی د خپلې ناوې د خاورو ډېري ته ناست دی او د خپلې ناوې قبر ته د راتلونکي تباه شوي ژوند معصومې کیسې کوي.

آه د سنگين ناوه کۍ!

ستا غم له هغې شیبو کم ندی، هغه وخت مونږ بختور وو، چې د ناوه کۍ د تباه شوي ژوند وروستۍ سلگۍ مو وانه ورېدې، هغې ناوه کۍ مونږ ته د خپل تباه شوي ژوند کیسه په مړو سترگو او وروستیو سلگیو کې ونکړه، هغې ناوه کۍ د چورلکې له سپین پړک سره غبرگ د خپل ژوند وروستۍ سلگۍ ووهلې، خو تا د خپل ژوند وروستۍ سلگۍ د راکټونو له سپینو پړکونو یوه ورځ وروسته د خپل گډ ژوند د ملگري په غېږه کې ووهلې او ستا وروستیو سلگيو مونږ ته ستا د تباه شوي ژوند کیسه په اوښکو کې وکړه.

ستا پر خوښیو د ظالمانو وریدونکو راکټونو زمونږ له زړه وینې وبهولې او د شهید شویو ماشومانو او ښځو جسدونو مو شپې په اوښکو کړې، خو ستا وروستیو سلگيو مونږ ته داسې درد راکړ، چې مونږ به یې د خپل ژوند تر وروستیو سلگيو پورې هېر نکړو.

آه د سنگين ناوه کۍ!

ستا وروستیو سلگيو له مونږ پوښتل، چې: زما د خوښیو له اخیستونکي به زما پوښتنه وکړای شﺉ؟ زما درد به تاسو ته د انتقام هوډ درکړای شي؟ او زما د تباه وي ژوند داستان به هېر کړﺉ؟

نه خورکۍ هیڅکله نه؛ ستا د درد او غم کیسه د هېریدو نه ده، ستا د خوښۍ شیبې چې چا په ویر بدلې کړې زمونږ د ټوپک شپېلۍ به هیڅکله ترې وانه وړي، ستا انتقام مو د خپل کور د خورکۍ انتقام دی او ستا د تباه شوي ژوند کیسه زمونږ د خپلې خور د تباه شوي ژوند کیسه ده.

خورکۍ! ستا سلگۍ مو سترگو سترگو ته کېږي او ستا د قبر سر ته ولاړه جنډه مو په رگونو کې مړ احساس پاروي.

خورکۍ! تا د دردونو له نړۍ سترگې پټې کړې، خو مونږ ته دې دا نړۍ په دردونو کې ونغښته.

خورکۍ! نور به ستا له یاد سره تل اوښکې تویوو او تل به ستا د تباه شوي ژوند کیسه زمونږ په سترگو کې اوښکې بدرگه کوي.

آه زما د سنگين معصومې ناوه کۍ!

ته لاړې او غم دې په خدای ډېره بربادي وکړه

راشه په دې زړه کې مو له سره ابادي وکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x