افغانستان

په جوزجان کې ۳ تنه ترکي انجینران تښتول شوي دي

CIA_map_of_Afghanistan_in_2007نن ټکی آسیا: د جوزجان په ولایت کې نامعلومو وسلوالو درې تنه ترکي انجینران تښتولي دي.

د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکو ویلي چي د تیري پنجشنبې په ورځ ۳ تنه ترکي انجینران چي د (اق مراد بای) په نوم یو افغاني ساختماني شرکت سره يې کار کولو، د شبرغان او فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ تر منځ د نامعلومو وسلوالو له خوا تښتول شوي دي.

د هغوی په وینا دا کار د طالبانو له خوا تر سره شوی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.

د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد ابراهیم رسنیو ته ویلي چي تښتول شوي انجینران د سرپل ولایت د صیاد د ولسوالۍ د الملک په سیمه کې د طالبانو یو مرکز ته وړل شوي دي.

ددې تر مخه هم ځینی ترکي انجینران په د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کي تښتول شوي دي، چي د ځینو درک يې تر اوسه هم نه دی معلوم سوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x