افغانستان

طالبانو د سنګین د وژنو د غچ ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د هغې پېښي په غبرګون کې چې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې وړمه  شپه د واده پر مراسمو د دولتي عسکرو لخوا د هاوان د مرمیو د توغولو له کبله را منځته شوه، ګواښ کړی چې د پېښې عامیلن او د قوماندې مرکزونه به یې د دوی لومړی هدف وي او په نږدې راتلونکې کې به یې په نښه کوي.

د طالبانو له لورې د خپرې شوې اعلامیې په یو ځای کې راغلي : «داده يوځل بیا دکابل د ګوډاګۍ ادارې وحشي عسکرو د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په ساروان کلا کي  په قصدي ډول د واده پرمراسمو توغندي  ويشتي دي، چې  زموږ اووه ویشت (۲۷) تنه ملکي هیوادوا ل شهیدان او تر شپیتو تنو ډیر ټپیان شوي دي چې اکثره په کې  ښځي او ماشومان دي.

په دغه وحشت سره هیوادوالو اونړیوالو ته بیا هم په ډاګه شوه چي د ملکي خلکو په وړاندې قصدي او له کوم مسئوليت پرته بریدونه زموږ د يرغلګر او کورني مزدور او بزدله دښمن کارده.»

د طالبانو له انده، دا چې حکومتي ځواکونو د دوی د ځپلو او مقابلې توان له لاسه ورکړی، نو ځکه د خپل مړیو او تلفاتو غچ له ملکیانو اخلي او د هغوی خوښۍ په ویر ور اړوي.

طالبان وايي، چې د تېر حکومت د واکمنۍ په څېر اوس هم په قصدي ډول د ودونو مراسم په نښه کول، د ښونځي شاګردان  په نښه کول، په ملکیانو بمبارونه کول، د عامو خلکو په عزت تیری کول، د دښمن هغه عادتونه دي چې له سیاګرد څخه رانیولي، تر برکي برک، نجراب او داده تر سنګينه ورسیدل.»

طالبانو د سنګین د دې وحشت له ویرځپلو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او په دې اعلامیه کې یې هغوی ته ژمنتیا ښودلې، چې د خپلو خلکو د بې ګناه ځورولو او وژلو کسات به اخلي او د داسې ناوړه او زړه بوږنونکو پېښو مرتکبینو ته به سخته سزا ورکوي او په وینا یې : «موږ د خلکو د ژوند د ساتلو په برخه کې د خپل مسئولیت له مخې ژمنه کوو چې له دښمن څخه به  د دغه وحشي کړونو کسات اخلو، دقوماندې مهم مرکزونه به يي په نښه کوو او له افرادو سره به يې لاهم  په شدت سره برخورد کوو، ترڅو عدالت پلی او مجرمين خپله سزا وګوري.»

د یادونې وړ ده، چې د عیني شاهدانو له قوله په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۷ تنه د واده برخه وال، چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي، شهیدان شوي او له ۶۰ زیات نور ټپیان دي.

د دې پېښې وروستۍ شهیده د یاد واده ځوانیمرګه ناوکۍ وه، چې نن له غرمې وروسته یې د سختو ټپونو له کبله د لښکرګاه په ایمرجنسي روغتون کې ساه ورکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x