افغانستان

هلمند: لښکرګاه کې چاودنې د بانک رییس په شمول ۴ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۱۲مه ۱۳۹۳ل): نن ماښام مهال د هېواد په جنوبي ولایت هلمند کې چاودنې لږ تر لږه څلور کسان وژلي دي.

سیمه‌ییز چارواکي وايي چې پېښه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې په ځايي وخت ۵ بجې رامنځته شوه.

امنیتي چارواکي زیاتوي چې په وژل شوو کسانو کې د عزیزي بانک د لښکرګاه څانګې رییس، د بانک دوه مامورین او یو پولیس افسر شامل دي.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه د یوه مقناطیسي ماین پر مټ چې د بانک د مامورینو پر موټر پسې نښلول شوی و، شوې ده.

تر دې مهاله د چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخېستی.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې یوه ورځ وړاندې ملي اردو د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ پر یوه واده راکټونه او هاوانونه وتوغول چې له کبله یې ۵۹ ښځې او ماشومان په شهادت ورسېدل او تر ۷۰ زیات ټپیان شول.

د پېښې وروسته په ټولنیزو شبکو کې فیسبوکي فعالینو ویل چې د دغې پېښې وروسته ښايي ملي امنیت یا نور استخباراتي ادارې په جوماتونو او د ولسي وګړو په منځ کې چاودنې وکړي، څو هغه پېښه ډيره وځلوي او د هلمند خونړۍ پېښه له خلکو هېره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x