غزني: د PRT مرکز د توغندیو تر برید لاندي راغلی
نن ټکی آسیا: تیره شپه د غزني ولایت د ښار په اړونده سیمه کې د طالبانو له خوا د پي آر ټي پر مرکز باندي توغندی توغول شوي، چي دوه توغندی يې پر هدف لګیدلي.
د تفصیلاتو سره سم د سیمي اوسیدونکي وايي چي تیره شپه د غزني ښار د پي آر ټي پر مرکز باندي لږ تر لږه ۳ توغندی توغول شوي، چي د سیمي د اوسیدونکو په وینا دوه توغندي دننه د پي آر ټي په مرکز کي ولګیدلې،
او یوه توغندی پر یوه کور باندي ولګیدله، چي له کبله يې یو کوچنی مړ، او د یوې مېرمني په ګډون ۲ تنه ټپيان شول.
تر اوسه لا د پي آرټي پر مرکز باندي د لګیدلو توغندیو زیان نه دی مالوم سوی، خو په کابل کې د بهرني ځواکونو رسنیز دفتر د پيښي تصدیق کړی، او زیاته کړې چي هیڅ ډول زیان دوی ته نه دی رسیدلی.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پيښي تصدیق کړی او د برید مسؤولیت يې په غاړه اخیستی.