شعـــــرونه

د سنګين ناورين- نظام کندهاری

نظام کندهاری

يو غم نه دی اوس غمونو مي زړه خوړين کړ
بس يوازي مخ و موږ ته هر ناورين کړ

چا سياګرد برکي برک په اور کباب کړل
چا په وينو کي لت پت راته سنګين کړ

څوک مو ولي د خوښيو محفلونه
چا واده چا مو اختر راته غمګين کړ

چا ځوانان چا تورسرۍ کړې شهيداني
چا په وينو کي تنکی ماشوم رنګين کړ

خدایه ستا په در په چيغو چيغو ژاړم
ستا پر دين يې کلی کور راته خونين کړ

پر جهان يوازي موږ ژوندي بد ښکارو
دې ستم خو د نظام زړګی حزين کړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بخت جمیل خوګیاڼی

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! زه د نن ټکی اسیا له خپړونو او لیکنو څخه ډیر خوښ او خوشحاله یم ځکه چی هغه څه نشر ته سپاری کوم چی سل فصده حقیقت ته ورنږدی وی او حقیقت لری په خلاف د هغه دجالی رسنیو او ورځپاڼو لکه بی بی سی،ازادۍ،مشال او داسی نور… رسنۍ او ورځپاڼی هغه مرجع ته ویل کیږی کوم چی رښتیا دروغ او دروغ رښتیا کولای شی ځکه خو نن دا پورته ذکر شوی د غربی ډیموکراسۍ څخه متأثره رسنۍ او ورځپاڼی نه غواړی چی خلکو ته حقیقت څرګند او ښکاره کړی نو ځکه ما دا خوښ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x