ټولنیزه برخه

کله کله حقیقت پټوئ

حامد افغان

وایې په دریو بې ګناه کسانو په مقصله (Guillotine) (۱)سره د اعدام حکم شوی وو ، یو دیني عالم بل وکیل او دریم فزیکپوه وو ، د اعدام کولو په وخت دیني عالم ورمخته کړل شو، تر مقصلي لاندې یې سرکېښودل شو او پوښتنه ورنه وشوه چې که کومه وروستی خبره لرې ووایه! دیني عالم وویل : الله …الله … الله …. همدا الله به ما خلاصوي … دا وخت هغوی مقصله لاندې پریښودله، مقصله چې د دیني عالم سر ته راورسیدله ودریدله ، خلک حیران شول !!، او وویل شو چې دیني عالم پریږدئ خدای د ده خبره واوریدله او ده نجات وموند .

د وکیل وار راغی هغه ته یې هم وویل چې وروستی خبره کولی شې، هغه وویل زه د عالم په څېر الله نه پیژنم خو پرعدالت باور لرم، عدالت …. عدالت … او عدالت به ماژغوري… له دې وروسته مقصله پرې راپریښودل شوه او چې سرته یې راورسیدله ودریدله، خلک حیران شول او وویل شو چې وکیل پریږدئ عدالت نجات ورکړ .

په پای کې د فزیکپوه نوبت راورسید هغه ته هم وویل شول چې وروستی خبره وکړه ، هغه وویل : زه الله او عدالت د دیني عالم او وکیل صاحبانو په څېر نه پیژنم، خو دومره پوهیږم چې د مقصلي په پړي کې یوه غوټه ده او هغه غوټه مقصله لاندي نه پریږدې …اعدام کوونکو چې مقصلي ته ولیدل د ده خبره سمه وه هلته غوټهوه او هغي مقصله لاندي نه پریښودله . غوټه یې خلاصه کړه او چې مقصله یې پریښودله د فزیکپوه پرسر ورغله او د هغه سر یې غوڅ کړ .

نو کله کله خوله پټه لرل په کار دي که حقیقت درته معلوم هم وي باید ښکاره نه کړل شي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) مقصلة یا (Guillotine) داعدام یو ډول لرګینه آله ده په هغه کې یو سوری وي له هغه د اعدام کیدونکي کس سر وایستل شي او له پاسه یوه تیره چاړه ډوله اوسپینه لرې چې هغه لاندې د اعدام کیدونکي سرته برابره وي او د هغې په راپریښودلو سره د هغه سر غوڅ شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هاشم ظاهري أفغان

ډیره جالبه لیکنه وه خو زما یي تر لیکني دغه انځور ډیر خوښ شو، او د الله نه امید لرم چي الله به یوه ورځ ضرور راولي چي دغه قاتل (بشار) به همدغسي په مصقله د خلکو په حضور کي اعدام کیږي.
الله د راباندي دغه ورځ ژر تر ژره و ویني، ډیر ورته په نتده یم.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x