افغان ځواکونو د پنجاب یوه خطرناکه ترهګره ډله له مینځه یووړه – طنز

لیکوال: صابر هوډمن

له هلمند څخه تازه رارسیدلي راپورونه وايي چې د افغان ملي اردو سرتیرو د دې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ترهګرو په یو پټنځای برید وکړ او لږ تر لږه ۶۰ تنه یې ځای پرځای ووژل.

راپورونه وايي چې په دې برید کې په همدومره شمېر نور اورپکي تپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په یوې مطبوعاتي ناسته کې د پیښې پخلی وکړ او ویې ویل چې وژل شوو کسانو په شمالي وزیرستان کې د حقاني تروریستي شبکې په روزنځایونو کې روزنه ترلاسه کړې وه او افغانستان ته د ورانکارۍ په موخه رالیږل شوي وو.

د حقاني شبکه د پولې پورې غاړه د پاکستان په خاوره کې ځاله لري.

نوموړي زیاته کړه چې وژل شوي کسان د لشکر طیبه، حقاني شبکې، سپاه صحابه او لشکر جنګوي ډلې پورې تړلي وو.

دغه راز ملي امنیت په هلمند کې د پنجاب د ترهګرې ډلې له مینځه وړل یوه لویه لاسته راوړنه ګڼلې، د دې ریاست ویاند پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ترهګرو غوښتل په ښوونځيو او پلچکونو بریدونه ترسره کړي خو د دوی جزوتامونو دسیسه کشف او په بریالیتوب خنثی کړه.

نوموړی وايي: «مونږ داسې تلیفوني مکالمې ثبت کړي دي چې له وزیرستان څخه د حقاني شبکې قومندانانو خپلو جنګیالو ته امر کاوه چې انتحاري واسکټونه په تن کړي او په سنګین ولسوالۍ کې ښوونځي او شفاخانې والوزوي. دا تلیفوني مکالمې ښيې چې وژل شوو ترهګرو مستقیما د پاکستان استخباراتي ادارې څخه هدایات اخیستل».

خو کله چې زمونږ خبریال له نوموړي څخه پوښتنه وکړه چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، څنګه امکان لري چې هغوی دې د پاکستان له استخباراتو سره اړیکي ولري او ځانمرګي بریدونه دې وکړي؟، نوموړي په ځواب کې وویل چې وژل شوي کسان په اصل کې ښځې او ماشومان نه وو، خو پاکستان داسې پیچکاري ورکړې وې چې په دوه ساعتو کې يې په کوچنيو ماشومانو او یا ښځو بدل کړي وو. نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان دسیسو ته کلک متوجه دي او نه شي کولای د ښځو او ماشومانو په اشکالو یې وغولوي.

زمونږ خبریال د دغه اتلوال برید په اړه د افغانستان لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي سره هم خبرې کړي، د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پنجابي انتحاریانو د وژنې لپاره خو د هوان یوه مرمۍ کافي وه، ولې مو پرې په لسګونو مرمۍ ورولي؟ ایا ښه به نه وه چې دغه مرمۍ مو په کونړ کې په هغو پاکستاني پوځیانو فیر کړې وای چې له څو کلونو راهیسې یې زمونږ ولسي وګړي تر اور لاندې نیولي خو ستاسو جنرالان ورته په مړو سترګو ګوري او د بالمثل غبرګون جرئت نه شي کولای؟ ښاغلي کریمي وویل: بلې، مونږ تنها هغو پنجابیانو ته تکړه یو چې یا په ودونو کې اشتراک کوي او یا لکه د غوربند د پیښې په څیر د کانکور ازموینو ته چمتووالی نیسي، اما د کونړ د ولسي وګړو دفاع خو د امنیتي تړون مسؤولیت دی، مونږ به له ولسشمر څخه غوښتنه وکړو چې د امنیتي تړون د سند یو څو زره کاپي ګانې راکړي چې مونږ یې په کونړ کې له پاکستان سره پر پوله وشیندو، ترڅو د پاکستاني راکټونو د راتېریدو مخنیوی وکړي.

مونږ هڅه وکړه چې د وژل شوو ترهګرو له خپلوانو سره خبرې وکړو، خو د هلمند ټول اوسیدونکي په تکفین او تدفین بوخت و، په ډیرې خوارۍ مو د یو تنکي وژل شوي انتحاري له پلار څخه د نظر پوښتنه وکړه، نوموړي څو ځله خبرې شروع کړې خو سلګیو به داسې پسې واخیست چې هر څه به ترې هیر شول، بالاخره یې په غریو نیولي حالت یوازې همدومره وویل:

«زما زړه به هله یخ شي چې اعلی سرقومندان یې لکه د نجیب ګاو په څیر، د اریانا پر څلور لارې، د دار په رسۍ ځړیدلی ووینم».

که څه هم طالبانو د پیښې په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې بهرنیان او داخلي غلامان یې له دوی سره د مخامخ جګړې مورال نه لري نو ځکه له ښځو او ماشومانو انتقام اخلي، خو مونږ د «نۍ» پریکړې ته ژمن یو، او ټول هغه خبرونه مو تحریم کړي چې امنیتي ځواکونو یې د خپرولو اجازه نه ده راکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د