ادبي لیکني

یا الله ناوکې می هم شهیده سوه

لیکوال: مدثر همراز

وای وای خوب وینم که رښتیا دی، دا ټول بدن می داسی درد کوی دا خو ما ته خوب نه ښکاری که خوب وي ربه زر می له دی ویر لړلی خوبه را بیدار که وای وای، دا نور څوک چیغی وهی دا څه پیښه ده اخ دا سخر کاکا می دلته څه کوی، زه له دی ځای نه زم بالا، زه می له سخر نه شرمیږم، زما خو واده ؤ کنه، زه مو ولی دلته راوستی یم .

زما خو ټول ځان په وینو لړلی، ولی خبری نه کوی، د خدای لپاره تاسو خو ژاړی کنه، ما پوه کړی څه چل شوي؟ د خدای روی دی ماپوه کړی.

هن کاکا سه دی وویل وایه وایه غلی کیږه مه چی ډیر پریشانه یم، اوس درنه شرم نه کوم وایه ما خبر کړی ما ته ووایاست دخدای روی دی.

حوصله وکړه زومه بچو! صبر وکړه حوصله دی په زای کړه، خوب ندی دا هرسه رښتیا دی.

نن ستا د واده دوهمه ورځ ده ګوري نه چي اوس هم د خپل بدن په وينو رنګين يي، هو ستا د واده په تيره ورځ ټولو راغلو ميلمنو ځانونه د ځان په وينو سينګار کړه، ستا د واده په ورځ د پاچا عسکرو زمونږ په کور د اور او سرو لمبو ګلان را وشيندل، ډير بختور يي بالا پاچا هم ستا په واده خوشالي ولمانځله.

د بارودو سره لمبه ګل يي اول ستا د ناوکي مخ ته ولګيده، چي ستا مور وريندار وړه خور دي او ناوکي پکشي ټپيان شوله، نور اتشي ګلان بيا د انګړ په ما بين او د حجري له ديواله سره وموښتل، هاي هاي دومره واړه بچيان او تور سري عاجزي يي راته شهيدان کړې چي بيان يي درته نه سم کولی، زوم ټکان وخوړ کاکا ژاړه مه راته ووايه چي زما مور خورکي او ورینداره څنګه دی؟
اله، مور خو هغه ده زما پر خوا ده موري موري کوم ځاي دي ژوبل دي تر تا قربان سم ښه ده چي راته ژوندي يي.

بچيه بلا دي واخلم ښه يم زه ښه يم يو پښه يي رانه واخيسته زما دي دواړه خپي نه واي خو چي ستا… ستا… سلګۍ… سلګۍ… مور سلګيو ونيوله نوري خبري يي نشوای کولاي.

کاکا په ژړغوني غږ وويل چي زما لور هم پس له زخم نه د شهادت جام نوش کړ.

زوم په چيغو چيغو های های پروردګاره! يا الله! يا الله! ناوکۍ مي هم شهيده سوه، نو دا زه دي بيا ولي په دي دنيا کي پريښـودم؟ يا الله ما هم درواخله! او يا خو د ظالم محکمه زما په لاس وکړه، يا الله ما هم د رواخله او يا خو مو نور له غلامي خلاص کړه، يا الله ما هم در واخله او يا خو مو نور له دي بي دينه ظالمو پاچايانو وژغوره، يا الله ما هم در واخله او يا خو د امن سولي او ورولي په فضا کي يو اسلامي نظام را پيرزو که، رحم وکړه ربه رحم وکړه، ربه که زما د ناوکۍ ويني تا ته قبولي وي نو د خپلي ناوکي ويني درته واسطه کوم، ربه زما سوال قبول کړه، ربه زما سوال قبول کړه، امين امين امين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x