نړۍ

وال سټريټ ژورنال: پر اسلامي دولت د هوايي بريدونو لګښت له زر ميليونو ډالرو اوښتی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): وال سټريټ ژورنال په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف د تېر ۲۰۱۴م کال د اګست له اوومې نېټې د ډيسمبر تر دېرشمې پر اسلامي دولت ۱۸۴۹ هوايي بريدونه کړي او تېرو څلورو مياشتو کې يې پر دغو بريدونو له زر ميلونو ډالرو زيات لګښت راغلی دی.

وال سټريټ ژورنال زياتوي، چې په دغو ۱۸۴۹ هوايي بريدونو کې ۸۴۱ په عراق، ۵۵۹ په سوريه، ۴۲۸ د سوريې سرحد ته څېرمه کوباني او ۲۱ هوايي بريدونه پر حلب ښار شوي دي.

د امريکا دفاع وزارت پينټاګون د تېر ډيسمبر په پای کې وويل، چې د تېرو څلورو مياشتو په ترڅ کې د دغو ۱۸۴۹ هوايي بريدونو لګښت له زر ميليونو ډالرو اوښتی دی.

وال سټريټ ژورنال د پينټاګون د چارواکو له قوله ليکلي، چې عراق او سوريه کې د اسلامي دولت پر ضد د هوايي بريدونو ورځنی لګښت اته ميليونه ډالر دی او په هر ساعت کې درې لکه دېرش زره ډالر کيږي، مګر دا هغه وروستي لګښتونه نه دي او د دې تر څنګ عراق، سوريې او کوباني کې د هوايي بريدونو سيمه نوره هم پراخيږي.

ورځپاڼه ليکي، چې د «توما هوک» يو توغندي بيه ۱،۲ ميليونه ډالر دي او جنګي الوتکې د هوايي بريدونو لپاره سختو زياتو لګښتونو ته اړتيا لري.
د بي ۱ بم غورځونکې جنګي الوتکې د يو ساعت لښګت ۸۵۰۰۰ ډالره دی.
د ۱۵ F ډوله جنګي الوتکې د يو ساعت لګښت له ۳۹ زرو ډالرو زيات دی.

د اسلامي دولت ضد جګړې لپاره ځانګړې جوړې شوې F۲۲ ډوله الوتکې د يو ساعت لګښت ۶۸ زره ډالر کيږي او د الوتکې بيعه ۳۵۰ ميليونه ډالر ده.

د تېرو څلورو مياشتو په ترڅ کې اسلامي دولت د امريکايي ايتلاف يوه څارګره او دوه جنګي الوتکې رانسکورې کړي، چې يوه جنګي الوتکه يې اردنۍ ده او پيلوټ يې هم اسلامي دولت د سوريې الرقه ولايت فرات سيند کې ژوند نيولی او تر اوسه ورسره دی او د دوهمې جنګي الوتکې په اړه «وکالة انباء حق» ويب پاڼې د اسلامي دولت د سرچينو له قوله ليکلي، چې دغه الوتکه د ايران د هوايي ځواک ده.

د یادوني وړ ده چې د روان کال ۲۰۱۴ د اګسټ میاشتې راهيسې د امريکا په مشرۍ د اردن، سعودي عربستان، بحرين، متحده عربي اماراتو او يو شمېر نورو عربي او نړيوالو هېوادونو جنګي الوتکې د اسلامي دولت پر مرکزونو درنې بمبارۍ کوي، مګر تر دې دمه يې اسلامي دولت ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو سربېره هم دغه دولت نه دی کمزوری کړی او وخت پر وخت نوي پرمختګونه کوي.

امريکايي چارواکي وايي، چې د ايتلافي هېوادونو جنګي الوتکې د اسلامي دولت پر مرکزونو خپلو بمباريو ته دوام ورکوي، مګر عربي رسنۍ د عراقي ولس له قوله وايي، چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف هوايي بريدونه د اسلامي دولت د مرکزونو تر څنګ د عراق پر سني ميشتو سيمو هم روان دي، مګر هيڅ رسنۍ د دوی غږ نه اوري او نه هم د بشري ټولنو کومې ادارې د دوی عرض اوريدلی دی.

ځايي خلک وايي، چې امريکا او نړيوال ایتلاف ته د عراق او سوريې ټول سني ولس د اسلامي دولت پلويان ښکاري او له همدې امله دغه الوتکې د اسلامي دولت تر څنګ د عراق او سوريې د سنيانو پر کورونو هم درنې او مرګونې بمبارۍ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمزه{صادق}

داورزي به هم تيري شي اخيربه هرسه داسلامي دولت يعني اسلامي خلافت لاس ته وغورزي بيابه يي له يوه يوه سره خبري كيزي اوسرونه به يي له سره جداكيزي انشا الله {دولة اسلام باقية وتتمدد انشا الله}هر هغه سوك جي دالله لباره دالله به زمكه كي جنكيكي اودالله قانون نافظوي هيس كله يي سوك مخه نشي نيوالي زكه جي دالله نصرت ورسره ويي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x