افغانستان

هلمند: په ګریشک کې د ټولنیزي شوری غړی وژل شوی

Mohammad_Khanنن ټکی آسیا: نن سهار د هلمند ولایت د ګریشک په ولسوالۍ کې د یو وسلوال برید په ترڅ کې یو تن قومي مشر او د ټولنیزي شوری غړی ووژل شو.

د هلمند ولایت د مقام څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کي ویل شوي چي نن سهار په سیمه ایز وخت د شپږو بجو په شا او خوا کې وسلوالو کسانو د ګریشک ولسوالۍ د میرمنداب په سیمه کې د همدې ولسوالۍ د ټولنیزي شوری

پر یو تن غړي چي محمد خان نومیږي ډزي کړي، او وژلی يې دی.

د خبرپاڼي له مخي برید کوونکي د سیمي څخه په تیښته بریالي سوي.

ددې برید مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x