نن غوره سافټ وییر: خپل مهم فایلونه وژغورئ

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): ټکنالوژي کله نا کله انسان له داسې ناورین سره مخ کړي چې د حل لار يي هم نه وي لکه د مهمو فایلونو له منځه تلل. نو د همدې لپاره تل باید خپل د مهمو فایلونو یو کاپي وساتئ چې فري فایل سینک (FreeFileSync) سافټ وییر دغه کار ډیر زیات اسانوي.

که غواړئ د انلاین ساتلو پر ځای خپل مهم فایلونه په هارډیسک (Hard disk)، یو ایس بي (USB) او یا هم خپل شخصي کمپیوټر په یو ډرایف (Drive) کې وساتئ نو دغه سافټ وییر به مو ډیره زیاته مرسته وکړي.

دغه سافټ وییر له یو هارډیسک څخه بل هارډیسک ته د فایلونو انتقال په داسې ډول کوي چې ستاسې هیڅ یو فایل به له کوم خنډ سره مخ نه شي او نه هم کوم فایل کرپټ (Corrupt) شي.

دغه سافټ وییر د ټولو فایلونو بک اپ (Backup) جوړولی شي. د ټول هغه فایلونو چې په مختلفو فولډرونو (Folders) کې له اوږد نومونو سره پراته وي د دغې سافټ وییر په مرسته یي بک اپ اخیستلی شو.

دغه سافټ وییر له دې ځایه ښکته کړئ:
http://freefilesync.en.softonic.com/download

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د