افغانستان

فراه: د ملکي وګړو موټر پر ماین وخوت، ۲ تنه شهیدان شول

blast_scan_afghanistanنن ټکی آسیا: د فراه په ولایت کې تیره شپه د ملکي وګړو پر موټر یو ماین چاودېدلی، چی له امله یې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي.

د سیمي څخه د پولیسو چارواکو ویلي چي تیره شپه د فراه ولایت مرکز ته نیژدې د شورابک په سیمه کې د ملکي وګړو پر سراچه ډوله موټر ماین وچاودید، چي له امله يې په موټر کي سپاره دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول.

د چارواکو په وینا د چاودني وروسته پولیسو په سیمه کې دوه نور ماینونه هم وموندل، او له منځه یو وړل سول.

د یادوني وړ ده چي نن سهار هم په زابل ولایت کې د ملکي وګړو یو موټر پر ماین وخوت چي له کبله يې ۱۱ تنه ملکي وګړي شهیدان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x