شعـــــرونه

ګیله من ماشومان – عادل

شاعر: عادل

د پېښور د ماشومانو غم کې

بېګا ویده ډوب په غمونو کې شوم

د سور جومات، وزیرستان ماشومان

کتار ولاړ ټوله ګویا ګویا وو

حیران دریان وم چې دا څه به وایي

په دې غږونو کې د کوم یو واورم

ما وېل ارام شی اخر څه کیسه ده

دوی په څو چنده یوه غوغا جوړه کړه

په شورماشور یې ځای کې کښېنولم

اخ چې خبرې یې زښت ډېرې وکړې

خو زما یاد کې درې څلور پاته شوې

وېل:

موږ د وزیرو، لال جومات ماشومان

په ظلم مړه شوو هیڅ ګناه مو نه وه

هیڅ څوک مو ویر باندې ویرجن نه شول

هیڅ یو قلم راباندې ونه ژړېد

نه چا ماتم نه چا غندنه وکړه

نه چا سفر نه چا پوښتنه وکړه

مونږ تر شا خدای خبر غمخور نه درلود

خو

ګیله له پاتې ماشومانو لرو

چې زمونږ د مرګ په سبا باندې ولې؟

دوی مدرسو او جوماتو ته ولاړل؟

د سلګو ځوږ کې یې دا هم زیاته کړه

ځکه چې مونږه وو سرکار وژلي؟!

زمونږ دا غږ هر یو ماشوم ته یوسئ

چې لا هم وخت شته مونږه مه هیروئ

زمونږ په مرګ باندې ماتم پکار دی

سرکش سرکار سره مو جنګ پکار دی

کنه چې څرنګه یې مونږه مړه کړو

تاسو به هم په بل نیرنګ ووژني

خوب نه شو غم له پاسه بل غم شو

که په تعبیر یې کوم عاقل پوه شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x