د جلال اباد – کابل پر لویه لار برید کي د قومي مشر پر موټر برید شوی، ۲ مړه ۴ ټپيان شوي
نن ټکی آسیا: د کابل – جلال اباد پر لویه لاره ناپیژاندو وسلوالو د یو قومي مشر پر موټر برید کړی، چي له کبله يې د قومي مشر دوه تنه ملګري مړه، او د کورنۍ ۳ غړو په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د تفصیلاتو سره سم تیره شپه د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د لغمان ولایت د سرخکان په سیمه کې ددې ولسوالۍ د یو تن قومي مشر حاجي علم ګل پر موټر وسلوال برید شوی،
چي له کبله يې ۲ تنه چي په موټر کی سپاره وه، ووژل شوه، او د قومي مشر دوه تنه وړونه، یو ملګری، ټپي شو، خو خپله حاجي علم ګل ته کوم ډول زیان نه دی رسیدلی.
د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چي د وژل شوو کسانو مړي ددې ولسوالۍ د دولت زي د سیمي د څلوزي کلي ته راوړل شوي دي.
باید وویل شي چي حاجي علم ګل په اړه ویل کیږي چي په دولت کي کومه دنده نه تر سره کوي.
د یادوني وړ ده چي تیره ورځ هم د چپرهار ولسوالۍ پا ګاونډ کې د پیچرګام ولسوالۍ یو مخور په یو چاودنه کې ټپی شوی وو.